شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان په کوټه کې د طالبانو یو مشر نیولی

پاکستان په کوټه کې د طالبانو یو مشر نیولی

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) وروسته له دې چې د افغانستان د شمال د طالبانو قوماندانانو په پاکستان کې د خپل عمومي قوماندان صلاح الدین د نیول کېدو په اړه اعلامیه خپره کړه، پاکستاني رسنیو هم دا خبر تایید کړ.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې نن (چهارشنبه) وویل چې په دغه هیواد کې دوو طالب مشرانو ورته ویلي چې «د بادغیس لپاره د طالبانو مرستیال والي قاري صلاح الدین له ۷ نورو طالبانو سره د شنبې په ورځ د نصرالله خان چوک په سیمه کې له یوه کوره نیول شوی دی.»

پرون د شمالي ولایتونو (سمت شمال) د نظامي محاذونو د قوماندانانو او مسوولانو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، چې تاند ته یې راستولې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان د شمال د لسګونو محاذونو قوماندان قاري صلاح الدین د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه په کوټې ښار کې نیولی او تر دې دمه بې درکه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي«قاري صلاح الدین د افغانستان په شمال کې د اسلامي امارت له بانفوذه قومندانانو څخه دی چې د لسګونو نظامي محاذونو او ډلګیو مسوولیت په غاړه لري. قاري صلاح الدین د دې تر څنګ چې د سولې د روانې پروسې له ملاتړو څخه دی، د امارت په ځینو چارو او کړنو نیوکې لري او د اصلاحاتو غوښتونکی دی.

ډیلي ټایمز په پاکستان کې د مېشتو طالبانو په قول چې قاري صلاح الدین د طالبانو له مهمو غړو بلل کیږي او له دې وړاندې د فاریاب لپاره د طالبانو لخوا د والي په توګه نومول شوی و.

کلونه کېږي چې، دا ادعاوې شته چې په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي او هلته خوندي ځایونه لري خو سره له دې چې هلته طالب مشران نيول کېږي پاکستان په وار وار دا ډول ادعاوې رد کړي.

د راپورونو له مخې، تر دې پخوا هم پاکستان د طالبانو د قطر د دفتر د اوسني مشر ملابرادر په ګډون ګڼ طالب قوماندان، چې سولې ته یې لېوالتیا ښوولې نیولي او اکثره یې د تل لپاره تري تم کړي دي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د محاذونو د قوماندانانو او مسوولانو په اعلامیه کې هم د سولې پروسې ته په اشارې ویل شوي«د قاري صلاح الدین اړوند ټول نظامي او ملکي مسوولین د پاکستاني مقاماتو له خوا د هغه نیول کېدل یوه غلط فهمي ګڼي او له هغوی څخه غواړي چې د نوموړي د تعذیب او شکنجې څخه ډډه وکړي او بې له ځنډه یې خوشې کړي؛ ځکه په دې حساس وخت کې د هغه نیول کېدل به د هېواد د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړي.»

د طالبانو رسمي ویندویانو او د قطر دفتر تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب