شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان د وېزو د وېش برخه کې؛ آسانتيا لپاره نوې طرحه جوړه...

پاکستان د وېزو د وېش برخه کې؛ آسانتيا لپاره نوې طرحه جوړه کړې

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۱۲) پاکستان افغانانو ته د وېزې د وېش په پروسه کې اسانتياوې راولي.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی وايي پاکستان غواړي افغانانو ته د وېزې د وېش په برخه کې پوره اسانتیاوې راولي چې له همدې امله یې پر یوه نوې طرحه کار کړی دی.

هغه دا نه دي ویلي چې دغه طرحه به څه اسانتیاوې ولري خو وايي په اړه به یې جزیات ډېر ژر خپاره شي.

داوودزی وایي چې د نوې طرحې په عملي کېدو سره به نه یوازې دا چې د وېزو په وېش کې اسانتیا راشي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري هم پراخه شي.

د ده په خبره په دې طرحه کې ډېر تمرکز په سوداګریزو چارو کې پر اسانتیا دی.

د پاکستاني وېزو د ورکړې د وېش په برخه کې د نوې طرحې راپور داسې مهال خپرېږي چې، پاکستان له دې وړاندې په ځلونو ورته ژمنې کړي خو عملي کړې نه دي.

اوس هم افغانان د پاکستاني وېزو د ترلاسه کولو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب