جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وايي، ملي امنیت د خپل دوښمن هستو ته لاره موندلې

امرالله صالح وايي، ملي امنیت د خپل دوښمن هستو ته لاره موندلې

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست توانېدلی چې د «دوښمن» هستو ته لاره ومومي او نفوذ په کې وکړي.

ښاغلي صالح نن چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د کابل د ملي امنیت ریاست یوه نوي پړاو ته رسېدلی، خو په دې هکله یې تر دې نور ډېر جزیات نه دي ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پینځه ترهګر چې غوښتل یې یو ناورین رامنځ ته کړي نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي په نیول شویو کسانو کې یوه یې غوښتل په شهزاده سرای کې له پاکستانه ورته رالېږل شوې پیسې تر لاسه کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

دده په وینا ولسمشر دې له قضایه قوې وغواړي څو هغه کسان چې د ترهګریزو فعالیتونو په تور په روانه اونۍ کې نیول شوي په علني ډول محاکمه کړي.

امرالله صالح وايي، باور لري چې ولس ددغه کسانو اعترافات واوري یو موټی به شي او د هغوی د اعدام غوښته به وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال پرون سه شنبه هم د سهار د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي غونډه کې د هغو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و چې په وینا یې په وروستیو ورځو کې یې شل دولتي کارکوونکي ترور کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب