جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د مصرتاريخي سيمه کې د نيمه بربنډو عکسونو په اخيستو موډله زندانۍ...

د مصرتاريخي سيمه کې د نيمه بربنډو عکسونو په اخيستو موډله زندانۍ شوه

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۱۲) د مصر په تاريخي سيمه (د مصر اهرام) کې يوې موډلې بربنډ عکسونه اخيستي چې اوس امنيتي ځواکونو نيولې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا موډله سلمي الشيمي نومېږي او ويل کېږي چې، د فرعون د وخت په بېباکه کاليو کې يې عکسونه اخيستي دي.

سلمى الشيمي وروسته له هغې ترسختو نيوکو لاندې راغله کله چې، د مصر اهرام کې يې اخيستل شوي عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې.

د دې عکسونو او ويډيوګانو له خپرېدو وروسته خلکو پرهغې سختې نيوکې وکړې او له حکومت څخه يې د هغې پر وړاندې د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

د مصر د لرغونو اثارو ادارې يومسوول د دې عکسونو له خپرېدو وروسته امنيتي ځواکونو ته امر کړى چې د سلمى الشيمي په نوم موډله دې ژرتر ژره ونيسي او د يادو عکسونو او ويډيوګانو په اړه دې پلټنې وکړي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: « موږ هيچا ته دا اجازه نه ورکوو چې په تاريخي سيمو کې دې د فرعون د وخت بېباکه کاليو کې عکسونه واخلي.»

هغه همدا راز ويلي، چې د مصر په تاريخي ځايونو کې دا ډول عکاسي کول غېر قانوني کار دى او هر څوک چې دا ډول کار وکړي قانون به يې پر وړاندې په حرکت کې راشي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم خلک پر سلمى الشيمي سخت په غوصه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب