تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي، د دغې شورا د غړو لېست تیار شوی او په راتلونکې اونۍ کې به لومړنۍ ناسته راوبلل شي.
دغه څرګندونې د یادې شورا دویم مرستیال اسدالله سعادتي له رسنیو سره په خبرو کې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې اوله ناسته به د راتلونکې اونۍ په لومړیو ورځو کې تر سره شي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا له جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د یادې شورا تشکیل نه دی جوړ شوی.
تر اوسه دغه شورا یوازې رییس عبدالله عبدالله او دوه مرستیالان لري.
اسدالله سعادتي په داسې مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا د لومړۍ ناستې د دایرېدو خبر ورکړی چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له لوري د یادې شورا د ژر تر ژره فعالیدو غوښتنه وشوه.
ددغې ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، د ملي روغې جوړې عالي شورا تر نامه لاندې اعلان شوی بنسټ باید په سملاسي توګه خپل فعالیت رسماً پیل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، په دې شورا کې له سیاسي مشرانو سره سره باید ښځې، د جګړې قربانیان، دیني عالمان، مدنې ټولنې او ځوانان هم شامل وي.
د اروپایي ټولنې له اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکا او برېتانیا سفارت هم د یادې اعلامیې هرکلی وکړ او د افغانستان حکومت څخه یې وغوښتل چې د ملي روغې جوړې عالي شورا دې د سولې په خبرو کې مستقمه ونډه واخلي.