جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپي پروژې په کارونو کې ځنډ؛ پاکستان يې اوس د کارونو...

د ټاپي پروژې په کارونو کې ځنډ؛ پاکستان يې اوس د کارونو د چټکتيا هڅه پيل کړې

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۱۲)  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا هېواد غواړي په افغانستان کې له یوه مشاورتي شرکت سره توافق ته ورسېږي څو؛ د ټاپي پروژې په اړه په جلاجلا برخو کې یاد هېواد ته مشورې ورکړي.

سرچينې وایي پاکستانی حکومت غواړي چې له مالي چارو نیولې بیا د دې پروژې ترساختماني چارو پورې له دې شرکت مشورې واخلي او په چټکۍ سره دغه پروژه بشپړه شي.

ټاکل شوې وه چې له مرکزي اسیا جنوبي اسیا ته د ګازو د لېږد دغه پروژه د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړه شي خو؛ د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې په افغانستان کې چارې نه دي پيل شوې.

په دې پروژه کې شریکو هېوادونو هم په دې وروستیو کې په دې اړه کوم پرمختګ نه دی لرلی او نه یې هم له رسنیو سره معلومات شریک کړي دي.

دا په سیمه کې یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي چې ویل کېږي له بشپړېدو سره سره بې یې له درکه افغانستان ته هر کال میلیونونه ډالرګټه راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب