شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) نړیوال بانک د افغانستان بانک کې د کم کارۍ له امله خپله دوه سوه میلیونه ډالره مرسته ځنډولې ده.

د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په یوه استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له امله خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه په دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

نړیوال بانک دغه راز ویلي، د ۱۸۰ میلیونه پرته ۲۰ میلیونه نوره مرسته هم د عامه او خصوصي مشارکت په قانون کې د تعدیلاتو له امله ځنډول شوې ده.

دغه پروژه له ماليې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږدول شوې ده چې نړیوال بانک په دې اړه د وضاحت غوښتونکی و.

یاد بانک د روان کال لپاره له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه چې له دې ډلې ۴۰۰ میلیونه د افغانستان بانک ته ورکول شوي او د پاتې ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته یې ځنډولې ده.

اوسمهال د افغانستان بانک چارې د اجمل احمدي له خوا پر مخ وړل کېږی. نوموړي تېره ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو په موخه خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وړاندې کړل.

ویل کېږي ښاغلی احمدي د ولسمشر غني نژدې کس دی، چې له رسنیو سره د نوموړي په هکله ګڼ شمېر پوښتنې شته، خو تر اوسه نه دي ځواب شوي.

نړیوال بانک په داسې مهال دغه پرېکړه کړې چې تېره اونۍ په جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره له ۱۳ میلیارده د زیاتو ډالرو نوې مرسته علان شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب