چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+وېرات کوهلي د ډېرو پخوانيو تکړه لوبغاړو رېکارډ مات کړ

وېرات کوهلي د ډېرو پخوانيو تکړه لوبغاړو رېکارډ مات کړ

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۲) د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي د نوموتو پخوانيو لوبغاړو سچن ټنډولکر، ريکي پواینټينګ او کمارسنګاکارا د چټکو ١٢ زره منډو ريکارډ مات کړ.

ويراټ کوهلي نن د اسټراليا پر وړاندې په درېيمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ١٢٠٠٠ منډو جوړولو هدف پوره کړ.

هغه په دې سره د نړۍ تر ټولو چټک توپوهونکى شو.

کوهلي ١٢ زره منډې په ٢٤٢ لوبو کې ترلاسه کړي چې له سچن ټنډولکر يې دا هدف ٥٨ لوبې ژر پوره کړ، سچن ټنډولکر په ٣٠٠ لوبو کې ١٢٠٠٠ منډې پوره کړې وې. ٣١٤ کمار سنګاکارا په ٣٣٦ سانت جى سوريا په ٣٧٩ او مهيلا جى وردنى په ٣٩٩ لوبو کې د ١٢٠٠٠ منډو هدف پوره کړى و.

د هند کرکټ ملي لوبډلې دې مخکښ توپوهونکي همدا راز نور ډېر ريکارډونه هم جوړ کړي دي، خو د نړيوالو يو ورځنيو لوبو دا ريکارډ يې ښايي تر کلونو کلونو پورې څوک مات نه کړاى شي.

Back-to-back half-centuries for Virat Kohli in the #AUSvIND series! It’s also his 60th ODI fifty ? https://t.co/GeL1wPxm1Z

٣٢ کلن ويراټ کوهلي په تېره لوبه کې بيا په ټولو نړيوالو سياليو کې د ٢٢٠٠٠ منډو هدف ته هم ځان رسولى و.

کوهلي په ټېسټ لوبو کې ٢٧ ، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤٣ سليزې هم وهلي دي او د سچن ټنډولکر په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د سليزو ريکارډ ته هم ورنږدې دى او ښايي په راتلونکي نږدې وخت کې د ټنډولکر دا ريکارډ هم مات کړي.

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم ويراټ کوهلي ته په کمو لوبو کې د ١٢٠٠٠ منډو جوړولو باندې مبارکي ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب