شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بټلر او ميلن د اوږدې ملګرتيا ريکارډ جوړ کړ

بټلر او ميلن د اوږدې ملګرتيا ريکارډ جوړ کړ

تاند( چهارشنبه، د قوس ۱۲) د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ په ۳ شل اوريزه سيالۍ کې په دوهمه ويکټه ډېوېډ ملن او جوس بټلر د اوږدې ملګرتيا ريکارډ جوړ کړ.

د سويلي افريقا د ۱۹۲هدف په تعقيب بټلر او ډېوېډ ملان په ۹۰ توپونو د ۱۵بونډريانو په ګډون چې نهه يې يوازې شپږيزې وي ۱۶۷منډې ملګرتيا وکړه.

دا په روان کال کې درېيم ځل دی چې انګلستان تر ۱۹۰ ستر هدف په ډېرې اسانۍ پوره کوي.

په فبرورۍ  کې يې د سويلي افريقا ۲۲۵منډې هدف، په سپټمبر کې د پاکستان پر وړاندې ۱۹۵هدف او دا يې دريم ځل وو چې تر ۱۹۰ ستر هدف يې په يو کال کې په اسانۍ سره پوره کړ.

ډېوېډ ملن په درېيمه لوبه کې د ۱۱ څلوريزو او پنځو شپږيزو پرمټ په ۴۷توپونو ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د يادې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ملن د نړيوالو شل اوريزه سياليو په غوره توپ وهونکو کې لومړي مقام کې ځای لري.

او جاس بټلر بيا د پنځو شپږيزو او دريو څلوريز پر مټ په ۴۶ توپونو ۶۷ناسوځېدلې منډې وکړې.

انګلستان سويلي افريقا ته د دريو شل اوريزه او دريو يو ورځنيو سياليو په موخه سفر کړی دی، چې يادې سيالۍ به د ډيسمبر مياشتې تر نهمې  نېټې پورې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب