تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۲) انګلستان په لومړي ځل په ۲۰ اوريزه سياليو کې سويلي افريقا ته پرلپسې درې ماتې ورکړې.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په درېيمه شل اوريزه لوبه کې هم کوربه سويلي افريقا ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې درې د صفر په مقابل کې په خپل نوم کړه.
د درېيمې لوبې پچه سويلي افريقا وګټله او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ون ډر ډاوسن د ۷۴ او ډوپليسيس د ۵۲منډو پر مټ د دريو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې.
د انګلستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه بين سټوکس وکړه، چې په دريو اورونو کې يې ۲۶ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.
انګلستان ياد هدف د لوبې په ۱۷ اشاريه څلورم اور کې د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره او سويلي افريقا ته يې پرلپسې دريمه ماتې هم ورکړه.
ډېوېډ ملان د ۱۱ څلوريزو او پنځو شپږيزو پرمټ په ۴۷توپونو ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د يادې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
انګلستان سويلي افريقا ته د دريو شل اوريزه او دريو يو ورځنيو سياليو په موخه سفر کړی دی، چې يادې سيالۍ به د ډيسمبر مياشتې تر نهمې نېټې پورې دوام وکړي.