چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد امریکا پوځ بې ږغه څرخکه جوړوي

د امریکا پوځ بې ږغه څرخکه جوړوي

تاند(سې شنبه، د قوس۱۱) د امریکا د پوځ څېړونکي په دې بوخت دي چې داسې هیلي کوپتر یا څرخکه جوړه کړي چې په عمودي ډول الوځي او ږغ نه لري.

دا الوتکه (eVTOL) به د ایکوسټیک ځانګړتیا د لرلو ترڅنګ الیکترونیکه وي.

دا څرخکه ډېر مزیتونه او امکانات لري چې تر ټولو مهم یې د ږغ نه لرل دي.

دا څرخکه، چې د امریکا د پوځ (DEVCOM) ټولی او د پوځ تحقیقاتي لابراتوار یې د اوبر او په اسټن ښار کې د ټکساس پوهنتون په همکارۍ جوړوي، څو کوچني څرخونه لري.

دوی هیله لري چې په راتلونکې کې بې ږغه جنګي څرخکه هم جوړه کړي.

هیلي کوپتر څنګه چلول کېږي. په دې لاندې ویدیو کې یې وګورئ او واورئ:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی