دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه وباله

د افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه وباله

تاند(دوشنبه، د قوس۱۰) د افغانستان حکومت د سولې د خبرو په تړاو د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه وباله.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان ولسمشر د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره سره خنډونه پېښوي.

ارګ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو د پیلولو لپاره هر ممکن نوښت کړی او د افغانانو د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره به هره هغه هڅه وکړي چې د ده په قانوني صلاحیتونو کې وي.

د حکومت یوه ویندوی وویل، د نیویارک ټایمز راپور د نامعلومو، مشکوکو او بې اساسه سرچینو پر اساس دی.

نیویارک ټایمز د خپل راپور سرچینې نه دي ښوولي.

ارګ ویلي، ولسمشر غني نه یوازې د سولې د خبرو تابیا کړې، بلکې د دې پروسې د پیلولو لپاره یې له هرې ممکنې لارې کار اخیستی دی.

په دوحه کې د سولې خبرې، چې د سپټمبر په دوولسمه پیل شوې، له هماغه پیله د رسمي خبرو د اجنډا پر سر له خنډ سره مخامخ دي.

د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو د څرګندونو پر اساس، طالبان غواړي چې رسمي خبرې دې د طالبانو او امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس وي خو حکومت وايي چې د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغانستان دولت ګډون نه درلود بناً له دوی سره تړاو نه لري خو که طالبان په هیڅ صورت له دې شرطه نه تېرېږي، له ناټو او امریکا سره د افغانستان د حکومت موافقې یا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې پرېکړې دې هم اساس وګڼل شي خو طالبان بیا دا خبره نه مني.

نیویارک ټایمز وايي، يه وروستیو ورځو کې د پاکستان، امریکا او قطر د فشار په نتیحه کې په قطر کې د دواړو خواوو مرکچیانو ومنله چې د امریکا او طالبانو موافقه دې په اجنډا کې ومنل شي خو ولسمشر غني له دې خبرې سره موافق نه دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په اړه د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

صدیقي همداراز لیکلي چې طالبانو نه یوازې دا چې د سولې په بهیر کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي بلکې تاوتریخوالی یې لا زیات کړی دی.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي ویلي، ولسمشر هیڅکله د سولې مخالف نه دی او په هېواد کې به د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو او باعزته سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، له مقدمې پرته پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور بحث او وضاحت ته اړتیا لري.

د مقدمې په اړه هیڅ لوري وضاحت نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب