شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت رییس او ۵ نوماند وزیرانو له ولسي جرګې باور...

د ملي امنیت رییس او ۵ نوماند وزیرانو له ولسي جرګې باور رایه واخیسته

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) ولسي جرګې نن د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج او له ۷ نوماند وزیرانو څخه ۵ هغو ته یې د باور رایه ورکړه.

د ملي امنیت ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج ۲۲۰ رایې، کانونو وزارت ته نوماند هارون چخانسوري ۱۵۴، کډوالو چارو وزارت ته نوماند نور رحمان اخلاقي ۱۶۵، ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته نوماند محمود کرزی ۱۵۴، ترانسپورټ وزارت ته نوماند قدرت الله ذکي ۱۶۵ او ټولګټو وزارت ته نوماند نجیب الله یمین له ولسي جرګې څخه ۱۴۹  رایې تر لاسه کړې.

په ورته وخت کې ولسي جرګې ته له معرفي شویو اتو نوماند وزیرانو څخه اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند محمد طاهر زهیر د ۷۶ رایې او د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ بیا د ۱۱۴ رایې ترلاسه کړې خو د تایید لپاره تر لازم شمېرلږې وې.

دې وزیرانو ته داسې حال کې د ولسي جرګې لخوا د باور رایه ورکول کیږي چې د نوې حکومت له جوړیدو وروسته نیوکه دا کیده چې افغان حکومت د وزارتونو لپاره د وزیرانو په ټاکل کیدو کې ناغیړي کوي.

په دې توګه د کابینې د هغو وزیرانو شمیر، چې له ولسي جرګې یې باوررایې ترلاسه کړي، پنځلسو ته ورسید.
کابینه ۲۴ وزیران لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب