جمعه, مې 10, 2024
Home+په اوس وخت کې د علماکرامو مسؤلیتونه

په اوس وخت کې د علماکرامو مسؤلیتونه

ملا عبدالسلام ضعیف

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

د کومې ورځې څخه چې رسول الله ﷺ پېغمبر سوی او د اسلام د دين دعوت يې خلکو ته ورکړی، مشرکینو یې مخالفت وکړ او د حق او باطل دغه مقابله تر نن ورځي پوري روانه ده، هوا پرستان که د مسلمان په نوم دي او که غیرمسلمین دي په دې لټه کې دي چې څنګه د اسلام د دين د خپريدو مخه ډب سي، دا کوم نوی جريان نه دی، آن تر قيامته به دغه د حق او باطل مقابله په مختلفو طريقو سره روانه وي، ځکه هواپرستانو اول په بله طریقه کار کاوه؛ هغه دا چې د اسلام دين يوغير اسماني دين وبولي، پېغمبر ته يې منسوب او د هغه لخوا د ځانه جوړ سوی ابتکار یې وګڼي، پېغمبر ته يې د ليوني خطاب هم وکړ، ساحر يې هم وګڼی، دا به يې هم ویل چې العياذ باالله جنيات اوشيطانان ورته خبري راوړي، کله به يې د منصب او مقام په لاسته راوړلو هم متهم کاوه، دا هر څه د دې لپاره وو چې رسول الله ﷺ به د هغوی د نفسي خواهشاتو مطابق عمل نه کاوه، بلکې هغوی به يې د هوا او نفسي خواهشاتو په ترک د الله ﷻ لوري ته رابلل، تر دي چې نفسي خواهشاتو لرونکو پر داعي الخير د مکې مکرمې ماحول تنګ او هغه یې هجرت او مکې پريښودلو ته مجبورکړ، دا هغه تاريخي فلسفه ده چې د دعوت او دين د مخنيوي لپاره دغه جريان تر اوسه را روان دی.

مګر اوس طریقه یې یوڅه بدله سوې ده، په دغو دین دښمنانو کې یو ډول هغه کسان دي چې تراوسه هم په دې لټه کې دي چې د دغه حق دین د مخنیوي لپاره هم هغه زړه طریقه کاروي، او دویم ډول هغه خلک دي چې طریقه یې بدله؛ دا کسان هم دوه ډوله دي، اول یې غیرمسلمین او دویم یې د مسلمانانو په ټولنه کې دننه د مسلمانانو په نامه یادیږي، خو فکرونه یې د اسلام د دین مطابق نه دي، مګر صراحتاً د اسلام څخه انکار نه کوي، خو همیش د انتقاد ګوته اسلام او مسلمان ته نیسي.

دا چې دا خبره اوس هيڅوک نه ورسره مني چې د اسلام اساس باطل وښيې، له دې کبله هغوی د مسلمان لپاره مختلف نومونه کاروي، دین ستیزي، تشدد او له اسلام څځه ناسم پوهاوی او داسي نور…

دوی ځکه دا القاب د اسلام داعیانو، مدارسو او علماء کرامو ته کاروي چې هغوی د دوی د هوا او نفس مطابق د هغوی عمل اوکړه نه ورسره تایيدوي، او د باطلو افکارو مخه یې ډب کړې ده، خو د دوی د دې القابو سره سره د دین خپراوی په ټوله نړۍ کې په حیرانوونکي ډول دومره چټک سوی، چې غربي نړۍ یې د وارخطایې کچې ته رسولي ده، یوازي په امریکا کې د سيپټمبر ۱۱م د پیښې وروسته په اوسط ډول د کال شل زره انسانان اسلام ته اوړي، په نوره غربي نړۍ کې هم دا تحول حیرانوونکی دی، څومره چې د اسلام دښمنان د اسلام په اړه کاذب تبلیغات او تشدد کوي، څومره چې دوی مسلمانانو ته دسیسې او توطیې جوړوي، همدومره اسلام په تیزۍ سره د دوی انګړ ته ور ننوځي، دا هغه څه دې چې قرآن یې وړاندوینه کړي،  الله  سبحانه و تعالی فرمایې:

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.

ژباړه: دوی غواړي د اللهﷻ د دین ډیوه په خپلو بدو او د درواغو په خبرو خاموښه کړي، مګر الله ﷻ وعده کړي چې د دې نور رڼا به په پوره ډول خپروي که څه هم کفار یې بده ګڼي.

تر دي چې هغوی په دې سره هم بسنه ونه کړه، د دین په نوم یې د مسلمان په بڼه کې څو نور کارونه تر سره کړه، لکه د مسلمانانو په منځ کې مذهبي اختلاف ته لمن وهل، مستشرقین علماء جوړول، د تشدد او میانه رو نومونه کارول، سیاسي او غیرسیاسي اسلام ته نقطي لټول، مډرن او د پخواني اسلام نومونه او داسي نور…

تر دې هم هاخوا په تعلیمي برخه کې د محرومیت په راوستلو واټن ایجادول، همدارنګه په سیاسي پوسټونو او موقفونو کې د دیني علماء کرامو، دعوتي مراکزو، مدارسو په وړاندې دسیسي جوړول، هغوی کم ګڼل، توهینول او تهدیدول، دا هغه څه دي چې له  وخته یې رقابت جریان لري، تر ډیره پوري د دین د دښمنانو پانګونه هم دغه رقابت ته متوجه ده، غربي نړۍ په ټول توان سره غواړي چې اسلامي نړۍ کې داسي حکمرانان تقویه او تربیه کړي چې واک کې په ساتلو سره یې خپلو موخو ته ورسیږي، د دې لپاره هم مرستې او پیسې ورکوي او هم د سیاسي فشار څخه استفاده کوي، آن که دا ستراتیژي له کوم خنډ سره مخ کیږي بیا نظامي ځواک هم استعالوي، خو بیا هم دا هیڅ نوي خبره نه ده، هغوی به خپل کارکوي اوکله هم ارام نه کښیني.

ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه علماءکرامو ته څه په کاردي

 علماء کرام باید لاندي ټکو ته هر وخت متوجه وي:

لومړی: علماءکرام باید په ډیر دقت سره کار وکړي چې حد اقل د هیواد په کچه خپله قوي همږغي او د علماءکرامو وحدت غښتلی کړي، تر څو د اختلاف لپاره فرجه پیدا نسي، همدارنګه د دین د دښمنانو دسیسې په قوت سره خنثی کړي.

دویم: د هیواد په کچه په کار ده چې فقهي مجالس په مسلسل ډول جوړ سي، تر څو په نتيجه کې یې یوه موفقه قوي دارالأفتاء ایجاد سي چې د هغو انسانانو موقف په کښي کمزوری سي کوم چې د دین په حواله کمزوري مسئلي وړاندي کوي او یا د هیواد څخه بهر د بل ماحول او د عیني حقایقو په نظر کې نه نیولو سره د هغوی په مجردو ویناوو سره استدلال کوي.

دریم: پر داسي یو قوي نصاب باندې کار وسي چې د دیني علم تر څنګ ځيني نوري د عصر اړتیاوي هم په نظر کې نیول سوي وي، ترڅو د مدارسو نظام په اقتصادي او تعلیمي ډګر کې په ځان متکي او ښه بډایه سي.

څلورم: په کار ده چې علماءکرام د هیواد په سطحه د مدارسو د تقویت، د ستونزو د په وخت حل کولو او نورو اړینو مسایلو لپاره قوي او غیر سیاسي شوری ایجاد کړي چې په دې توګه د مدارسو د موقف څخه په کلکه دفاع وسي.

پنځم: علماءکرام باید هر وخت د مدارسو، علماءکرامو او دین په اړه دسیسو ته متوجه اوسي، که هغه کوچنۍ هڅه هم وي، ځکه د علماءکرامو خاموشه پاته کیدل به دسیسو جوړونکو ته داجرئت ورکړي چې نور هم د پرمختګ هیله  ور سره پیدا سي، هره هڅه د دین، مدارسو، علماءکرامو او اسلامي مراکزو په وړاندي چې صورت نیسي، که په قصدي ډول یا هم په لاأبالی سره وي، بایدپه نطفه کښي خنثی سي.

شپږم: علماء کرام باید د هیواد په کچه د دعوت او عامه پوهاوي لړۍ نوره هم چټکه کړي، او هڅه وسي چې د علماء کرامو او عامو خلکو تر منځ، همدارنګه د عوامو تر خپل منځ د قوم، سمت، ژبې او داسي نورو نومونو په کارولو سره واټن ډیر نه سي، په ټولو کې د اسلامي اخوت، الفت او همکارۍ روحیه ژوندۍ وساتل سي او داسي نور….

دا او دېته ورته کارونه او پرمختګونه ځکه پکار دي چې د دین دښمنان چې کله په یوه تګلاره کې د خنډ سره مخ کیږي بله ستراتیژي په کار اچوي او موږ باید ورته متوجه او محرک اوسو. نور بیا ان شاء الله.

7 COMMENTS

  1. ملاصاحب ستاسو وړاندیزونه ښه دي ، خو کاشکې دې ورته ویلي وای ، خپل ملت مه وژنئ . دا د الله ج مخلوق دی او رزق هم الله ج ورکوي .
    بیت المال مه چور کوئ ، عامه تاسیسات مه ورانوئ ، خپل اولادونه له ښوونځیو مه منعه کوئ . د افغانستان سرکونه مه قولبه کوئ ، په جوماتونو کې بمونه مه ږدئ . د دیني مراسمو او جنازو په وخت کې خلک مه وژنئ . دوی د الله ج مخلوق دي . له غریبانو ډوډۍ مه اخلئ . د پنجاب مزدوري پرېږدئ .
    د اسلام مبارک او مقدس دین د سولې او انسانیت دین دی . په غرب کې چې کوم کسان زمونږ مقدس دین باندې مشرف کیږي ، هلته د اسلام تر ټولو پوه او واقعي عالمان شته او هغوی په نرمه او خوږه ژبه خلک خپل پاک دین ته رابولي .

  2. ضعیف صاحب یو ځای کې مو لیکلي چې: په امریکا کې د سيپټمبر ۱۱م د پیښې وروسته په اوسط ډول د کال شل زره انسانان اسلام ته اوړي، نو له دې جملې مو هدف څه دی؟ هغه پېښه د دین په ګته ګڼئ؟ د هغې پېښې پلوي کوئ؟ غیر مسلمانان هغه پېښه ښه ګڼي چې تر پېښې وروسته د مسلمان کېدو لړۍ چټکه شوه؟

  3. د محترم مولوي صاحب خبره چې اسلام په دنیا کې په چټکه خپرېږي ممکن هغه وخت سمه وه چې د دوی ډلې په دنیا کې ګلان نه و کرلي.
    د کله نه چې طالب، ورپسې، القاعده، داعش، بوکوحرام، الشباب … پیدا شوي دي. اسلام په دنیا کې مخ په ځوړ روان دی. اوس د دنیا تر ټولو بدنامه دین په توګه پېژندلی شي. چا ته چې د مسلمان نوم واخلې وايي تروریست دی.
    زه خپله په امریکې کې اوسم یو ځل نه زر ځلي مې د عامو خلکو نه له اسلام او مسلمان نه د کرکې خبرې اورېدلي دي.
    دا خبرې قطعاً حقیقت نه لري چې لا هم د نورو دینونو پیروان اسلام ته رااوړي. دا لاندې د ډیر معتبر ریسرچ سنټر ویب سایټ دی تاسو یې وګورئ چې څه وايي. دا وايي چې په امریکه کې د مسلمانانو بچیانو په سلو کې ۲۳ د دین نه انکار کوي
    زه شل نور لینکونه درښودلی شم

    https://www.pewresearch.org/fact-tank/2018/01/26/the-share-of-americans-who-leave-islam-is-offset-by-those-who-become-muslim/

  4. سلام
    اسلام د بلیون مسلمانانو یوه علمی هراړخیزه معتبره پېژندل شوې تاریخی مدنی او اخلاقی جهان بینی ده په هېڅ عنوان منحصره کېدای نشی او نه بله داسې تیو ری شته چې اخلاقا په عدالت ،مساوات ،انصاف او سوله ایز ژوند کې له دې عقیدې او باور سره سیالی وکړی مولوی ضعیف داسلام تیوری ته د ابزارو او
    پلمو په توګه نه ګوری دهغه استد لال منطقی دی اود پوهې لاره کې یې بحث او سوچ دی کمی او کاستی دهر انسان لپاره دقضیې بله برخه ده اما تبصره کونکی د ابزار په توګه اټکلی نقد کوی : د مثال په توګه
    حسن ورور یو لوری تکوی خو بل لوری ته هېڅ اشاره نه کوی دا یوقطبی سوچ دی
    دزهیر پوښتنې ډیرې ګواښنې دی احساساتی هم دی پته نه لګیږی چې څه غواړی؟
    سلیمان خیل په امریکاکې دولسیزې مخکې ډېر محدود مسجدونه ول حتی احصاییې کې نه راتلل خو اوس شاوخوا زرو مسجدو ته رسیږی همدارنګه د مسلما نانو نفوس داسمه ده ته به شل لینکو نه پېژنی خولاړ شه د مسلمانو لینکو نه هم وګوره زه تعجب کوم تا بل څه لیکلی
    ورونو:حساب به کوو د ورورۍ او ادابو له لارې زما هدف اهانت او ستوغه نه ده او نه داحق خانته ور کوم، له بده مرغه ټاپه وهل او حق او ناحق ملا متول ډیر اسانه کار دی راځی څنګه کولای شو چې دخیر اوفلاح له لاری یو د بل سره مر سته وکړو

  5. شریف خانه
    په امریکا که به زر نه ۵ زره مسجدونه وي. امریکا خو څه د طالب پاچهی نه ده چې څوک پکې جومات درمسال، دیر ، صومعه … جوړ نه کړای شي. همدا زما په شان افغانان چې ۲۰ – ۳۰ یا ۴۰ کاله پخوا لغړ راغلي وو اوس پیسې لري او هر کار کولی شي. د جوماتونو د حوړېدو معنا دا نه ده چې اسلام ته رجحان ډیر شوی بلکه څلوېښت یا شل کاله پخوا راغلیو مسلمانانو چې اوس یې عمرونه خوړلي او د اخرت په فکر کې دي مسجدونه جوړوي
    اما حقیقت دا دی چې طالبانو اسلام ته ډیره بده ضربه ورکړه اسلام ته یې ډیر تاوان ورسولو کنې اسلام به تر دې ډیر ډیر وړاندې وو

  6. کوم سلیمان خیل؟
    مطلب سم لوله بیا نیوکه کوه. داخوپه افغانستان کې ستر قوم دی ولې یې دمستعار په نوم کاروې وایی چې غل نه یې له پاچا مه وېرېږه
    دکمیشن او قرار دادا ټکلی مثالونه مه راوړه دلا اله….. فلسفی اړخ ته پاملرنه وکړه ته بل چېرته ترپکې وهې. چوشمع ا ز پې علم باید ګداخت
    که بیعلم نتوان خدا را شناخت
    دلته دما او تا سیالی مطرح نه ده له ما او تا ډیراوچت دانشمندان او عالم خلک شته چې یو مطلب په سمه توګه لولی که زما خبره په تا بده اغیزه کړی وی نو معذرت غواړم سلیمان خیل صاحب

  7. شریفزاده یاره څه درته ووایم
    سویه مو له توهینه معلومیږي نو څکه درته څه نه لیکم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب