Homeخبرونهامریکا: ایران په بهر کې د خپل نفوذ لپاره افغان او پاکستاني...

امریکا: ایران په بهر کې د خپل نفوذ لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواک له ایرانه بهر د خپل نفوذ پراختیا لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري.

یاد وزارت په یو تویټ کې ویلي، سپاه پاسداران بهرني جنګیالې چې ډېری یې د افغانستان او پاکستان شعیه وګړي دي په سیمه کې د وسله والو فعالیتونو لپاره ګومارلي دي او د امریکا تر بندیزونو وروسته یې لا هم دې چارې ته دوام ورکړی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، د ویسټ پوینټ په نامه له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز په سوریه کې د ایران د وسله والو شمېر له لس تر ۱۲ زرو پورې ښودلی دی په داسې حال کې چې فاطیمون ډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ویلي وو چې په سوریه کې د دغې ډلې دوه زره وسله وال وژل شوي دي.

د یادونې ده چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم دفاع لپاره د ایران د فاطیمون ډلې زرګونه وسله وال وژل شوي چې ډېری هغه یې په ایران کې مېشت افغان شعیه کډوال وو.

افغان حکومت د ایران دا کړنه غندلې خو ایران بیا د یاد خبر په تایید سره په سوریه کې وژل شوي افغانان قهرمانان او مجاهدین بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...