تاند (دوشنبه، د قوس ۱۰) اسټرالیا له چین غوښتي هغه انځور له ټوېټر لرې کړي چې، په کې یو اسټرالیايي سرتېری د یوې افغان ماشومې غاړې ته د چړې په حال کې ایستل شوی دی.
له دې انځور سره د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان ویلي چې، افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو په کړنو حیران شوی دی.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو کړنې چې دوی بې ګناه افغانان ځورولي سخت غبرګونونه راپارولي دي.
استرالیا وایي په افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو پر نظامي مامورت ټولې شوې ادعاوې او تورونه څېړي.
ویل کېږي له همدې امله یو شمېر هغو استراليايي سرتېرو هم ځان وژنه کړې کوم چې په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.
https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%db%b3-%d8%a7%d9%88%d9%86%d9%8a%d9%88-%da%a9%db%90-%db%b9-%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%8a%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%da%81/