Home+چینايي ستوربېړۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده

چینايي ستوربېړۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده

تاند- چینايي سپوږمکۍ چانګ۵، چې تېره اوونۍ سپوږمۍ ته استول شوې وه، له ۱۱۲ ساعته سفره وروسته پرون (یکشنبه) د سپوږمۍ مدار ته ورسېده.

کله چې ستوربېړۍ د سپوږمۍ ۴۰۰ کیلومترۍ ته ورلنډه شوه، د مدارچورلېدونکي ماجول انجن یې د ۱۷ دقیقو لپاره چالانه پاتې شو. د دې په نتیجه کې د ستوربېړۍ سرعت ښه کم شو چې د سپوږمۍ په جاذبه قوه کې جذبه شي.

دا کار د چانګ۵ ستوربېړۍ په ۲۳ ورځني ماموریت مهم ګام ګڼل کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا ستوربېړۍ د دسمبر په منځویو کې د سپوږمۍ د خاورې نمونې مځکې ته راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...