شنبه, جون 1, 2024
Homeخبرونهد غزني په موټربمي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰...

د غزني په موټربمي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شو

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) په غزني ولایت کې د ده یک ولسوالۍ په قلعه جوز سیمه کې د موټربم برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې برید له کبله د عامه نظم د کنډک په شاوخوا کې کورونو ته هم زیان اوښتی او یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو، چې وايي د قطر په خبرو کې یې پرمختګ کړی او ادعا کوي چې تاوتریخوالی یې کم کړی دی، د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې له ذبیح الله مجاهد سره یې تماس ونیوه خو هغه د دې برید نه مسوولیت ومانه او نه یې رد کړ.

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې د کابل پوهنتون په شمول ټول وروستي خونړي بریدونه طالبانو کړي او کله چې یې دا ډله مسوولیت په غاړه نه اخلي، داعش یې په غاړه اخلي.

له دې برید سره په یو وخت نن د غزني په ګاونډي ولایت زابل کې د ولایتي شورا پر ريیس حاجي عطا حقبیان برید وشو چې یو تن پکې ووژل شو او د ښاغلي حقبیان په ګډون ۲۳ نور ژوبل شول.

دفاع وزارت د غزني په حمله کې د۱۰ سرتېرو وژل کېدا تاییدوي

دفاع وزارت ویلي چې نن سهار د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په قلعه جوز سیمه کې موټربم برید د ملي اردو لس سرتېري وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوه ځانمرګي کس په یاده سیمه کې د ملي اردو مرکز ته نږدې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

اعلامیه کاږي، ځانمرګي غوښتل خپل موټر د ملي اردو مزکر ته دننه کړي چې د افغان ځواکونو لخوا پرې برید شوی او چاودنه یې کړې ده.

له بلې خوا د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نیک‌مل بیا ویلي چېله یادې پېښې ۳۱ جسدونه او ۲۱ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. د هغه په خبره، د پېښې قربانیان ټول نظامیان دي.

د غزني چارواکي هم وايي چې د ملي اردو په کنډک باندې د موټر بم برید له امله ۳۰ پوځیان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

غزني کې موټربم چاودنه؛ ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې د عامه نظم کنډک په یوه مرکز موټر بم چاودنه شوې ده، د روغتیايي چارواکو په وینا تر اوسه پورې ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملکی روغتون رئیس باز محمد همت وایي، تر اوسه د پېښې له ځایه ۳۰ جسدونه او ۲۴ ټپیان ور وړل شوي دي.

د همت په وینا وژل شوي او ټپیان ټول نظامي کسان دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

په غزني کې د هاموې زغرګاډي په وسیله په برید کې لږترلږه ۸ تنه ژوبل شوي

لومړني راپورونه وايي چې دا برید د هاموې زغرګاډي په وسیله شوې خو لا هم د برید دقیق هدف څرګند نه دی. د پېښې ځای ته نژدې د ده یک ولسوال دفتر هم موقعیت لري.

د غزني د روغتون ډاکتران وايي چې لږترلږه ۸ ټپیان وروړل شوي دي. دا هم تر دې دمه څرګنده نه ده چې ټپیان ملکیان که پوځیان دي.

د پېښې نور جزییات به وروسته همدلته خپاره شي.

1 COMMENT

  1. که لس وي او که ۳۱ خو خبره داده چې نن ډیرې کورنې د غم په ټغر کېښناستې، دلته بیا جګړې سوداګر درواغ وایي چې یودېرش نه بلکې لس شهیدان شوي ښه نو لس کسان وي بیا خیر دی کومه خبره نشته، اصل خبره داده چې د دولت لوړپوړي چارواکي که ملکي دي او که نظامي افغانستان او افغان ورته یو د یو توت اهمیت نه لري، دوی افغانستان ته د یو فرصت په توګه راغلي او که خطر د دوی تر سره ورسېده بیا به تښتي، بس افغان غریب تباه دی.
    دغه برید او ظلم که طالب کړی که داعش کړی او که بلچا لوی ظلم یې کړی دا دې یاد ولري چې د دوی آه به یې حتماً تر کوره رسېږي
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب