جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کارتون پر سر د چين او اسټراليا ناندرۍ؛ چين د آسټراليا...

د کارتون پر سر د چين او اسټراليا ناندرۍ؛ چين د آسټراليا وړانديز رد کړ

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰) له یوه افغان ماشوم سره د یوه اسټرالیایي سرتیري (ګواښوونکي) کارتون د چین او اسټرالیا ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند پرخپله ټویټرپاڼه د یوه افغان ماشوم هغه انځور چې استرالیایي سرتیری پکې په وینو لړلې چاره یو افغان ماشوم ګواښي خپور کړی.

دوی ویلي له افغان ملکي وګړو سره دغه راز چلند ټکان ورکړی دی.

خو د دې انځور پر خپرېدو د اسټرالیا صدراعظم غبرګون ښودلی دی.

د اسټراليا صدراعظم دغه انځور زړه بوږنوونکی او له سپکاوي ډک بللی او وایي چین باید د دغه انځور د خپرېدو له امله د شرم احساس وکړي او انځور بیرته لرې کړي.

خو د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسټرالیا د صدراعظم دغه وړاندیز رد کړی او وایي اسټرالیا باید د خپل دې کار له امله د شرم احساس وکړي.

بل لورته افغان حکومت په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%8a%d8%a7-%d9%84%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%a9%d9%87%d8%9b-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%d9%84%d9%87-%da%86%d9%8a%d9%86-%d9%86%d9%87-%d8%ba%d9%88%da%9a/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب