جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسوشیټډ پریس: ښایي بایډن د ګوانتنامو یو شمېر زندانیان خوشې کړي

اسوشیټډ پریس: ښایي بایډن د ګوانتنامو یو شمېر زندانیان خوشې کړي

تاند(شنبه، د قوس ۸) اسوشیټډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن ښایي د ګوانتنامو زندان یو شمېر بندیان خوشې کړي.

راپور کاږي، هغو زندانیانو چې په یاد زندان کې یې د ژوند نیم عمر خوړلی دی د څېړنې په وروستۍ استماعیه غونډه کې یې په داسې حال کې ګډون کړی دی چې تر پخوا یو څه ډېر هیله من ښکارېدل.

بایډن د اوباما په دوره کې هم په دغه زندان کې د بندیانو له ساتل کېدو سره موافق نه و او اوس هم ښایي د خپلې واکمنۍ له پیلولو سره سم په دې اړه د اوباما د دورې سیاست چې د ټرمپ له لوري درول شوی وو بېرته له سره پیل کړي.

د یادونې ده چې اوباما د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د دغه زندان ډېر شمېر بندیان چې د حبس موده یې د بېلو دلایلو له امله لازمه نه بلل کېده خوشې کېدل خو واک ته د ټرمپ له رسېدو سره سم دا لړۍ ودرېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب