جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+سبزسنګ که د سبا څنګ| حبیب الرحمن رحیمي

سبزسنګ که د سبا څنګ| حبیب الرحمن رحیمي

د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند کلي د طبیعي جوړښتونو،تاریخي څېرو ، د ملي مبارزینو، روحاني شخصیتونو او نورو چې موږ یې هم څېړلی نشو نومول شوي دي ، دا هم د یادونې وړ ده چې لرغوني کلي د طبیعي جوړښت او په ورستیو کې رامنځ ته شوي کلي د شخصیتونو په نوم یادول شوي دي چې معمولا یې د نسب سلسله په کې اوسیږي. 

 د سبزسنګ کلی چې د جغتو ولسوالۍ څخه تقریبا د اته کیلومترو په لېرېوالي شمال لوېديځ لورته پروت دی، چې غرونه ترې چاپېر شوي دي ، درې ته ورته جوړښت یې منځ ته راوړی دی، پراخه ورشو یې برابره کړې ده، د اوبو زېرمه یې ساتلې ده او د بوټو پوښښ یې ښکلا څوچنده کړې ده.

 خو دلته چې تر هرڅه لومړی د سړي فکر ور اوړي د دې کلي نومونه(سبزسنګ) ده؛ دا نو مرکب نوم دی چې د سبز اوسنګ د کلیمو په پېلو سره منځ ته راغلی دی چې د دري ژبې د متن له مخې شنه تيږې په مانا را ژباړل کیږي خو دا به ځګه وي چې د لمر د وړانګو په لګېدو سره دې همدې غره چې دا کلی او نور کلي یې په غېږه کې نیولي دي ، توربخن رنګ په لرلو سره لږڅه توررنګه ښکاریږي چې له همدې مخې به سبزسنګ  دا ټول غرنۍ سلسله نومول شوی وي.

بلخوا که ورته وګورو ؛ چې دا نوم شاید پښتو وي چې لرغونو انسانانو به د سبا څنګ نومولی وي، چې موږ دغه ادعا د سپیناوي لپاره لاندې څو سندونه شته دي.

لومړی – د سیمې د خلکو لخوا دا کلیمه سبسنګ کارول کیږي ، که چېرته دا سبزسنګ وي نو خلکو په خوله به سوزسنګ نوم ورته اخستل کېدلی ځګه چې د دري ژبې د عامیانه لهجې له مخې د سبز کلیمه سوز تلفظ کیږي .

دویم – دا درې ورته کلی چې د سحر لخوا ورته په سیمه کې تر هرځای لومړی  نسبت نورو کلیو ته لمر ژر ورته رسیږي،په سیمه کې  د سهار د لمانځه د وخت ختمېدل  په همدې غرنیو څوکو د لمرڅرک لګېدل دي ،بلخوا د سیمې د خلکو د اوبو لګونې د حقابې د وېش له مخې هم  ارزښت لري چې د اوبو لګولو نوبت یې له یوه  کرګره بل ګرګر ته انتقالیږي، د لمر څرک ننداره  په ژمي کې د پوره کتنې وړ ده چې په ډېر ځنډ سره نورو ځایونو ته د لمر وړانګې خوریږي ، همداشان له غرمې وروسته ترې وړانګې ژر ټولیږي او د غرونو سیوري پرې خوریږي . څرنګه چې د دا دره د سحر لخوا لمر لري او له غرمې وروسته سیوری لري او نو له همدې مخې به د سبا څنګ وي .

دریم – د سیمې  ځایونو نومونې ته په کتو کوم چې د سیوري او پيتاوي مختاړي او ورستاړي شته لکه د سیوري کلا ناو، د پېتاوي کلا ناو، لوی سیوری او نور شته دي او دا هم له امکانه لېرې نه ده چې د سبا څنګ کلیمه دې هم کار شوې نه وي.

څلورم – دا کلی چې د جغتو ولسوالۍ  د کلیو د نښلونې له عمومي لارې څخه یوې څنډې ته پروت وروستی کلی دی او ترې هغه خوا بله ولسوالي پرته ده چې ترمنځ یې سخت او هسک غرونه دي ورته رسېدل د یوې ورځې معمولي مزل دی، بل څه چې دا خلک د هغه ولسوالۍ د خلکو سره د خپلوۍ تار نه لري او معمولا  په پښتو کې هغه څه چې د اصلي مسیر څخه د باندې وي څنګ بلل کیږي. 

پنځم – له  دې کلي ډېر وړاندې د همدې د غره په دوام په بله دره کې پروت کلی چې په کنجغتو نومول شوی دی هم پښتو ترکیبي نوم دی چې کنج او جغتو څخه جوړ دی کله چې کنج په نامه سره کلی نومول کیږي نو څنګ په نامه سره د کلي نومول هم له امکانه لېرې نه دي. 

شپږم – سبزسنګ نوم د یوې ډبرې په نوم راغلی په داسې حال کې چې دا غر ټول شین بخن رنګ په لرلو سره په دې نوم دی نو که له هغې مخې دا نومونه کره وي باید ټول کلي چې د دې غره په درو کې پراته دي سبزسنګ وبلل شي او حال دا چې هره دره یو ځانګړی نوم لري ، د سیمې څخه لیدنه هم داسې څه نه په ډاکه کوي چې دا عام نوم  د یوې ځانګړې درې ته وکارول شي .

د پورتنیو دلایلو له مخې دا نوم سبزسنګ نه بلکې دا د سبا څنګ دی چې د ترکیبي سخت جوړښت له مخې سبسنګ بڼې ته اوښتی دی.

2 COMMENTS

  1. ښکلې موضوع ته مو پام شویدی . د افغانستان د ډېرو کلیو نومونه د هغو دولتي مامورینو له خوا چې دوی به خلکو ته تذکیرې ورکولې او یا د عسکري جلب و جذب لپاره به ځوانان د نظام خدمت ته مجبورول او د مالیې د راټولولو لپاره به په دولتي کتابونو کې ثبتول ، قصدا د کلیو نومونه له پښتو ژبې دري ته اړولي دي .
    لکه څنګه چې په دري ژبه کې د اکثرو پښتو کلیمو یا نومونو لیکل ستونزمن وي او د پښتو توري یا غږونه نه لري نو هغه غلط لیکي او یا هم له عربي کلیمونه استفاده کوي لکه کوز کلي ته قریه سفلی او بر کلي ته قریه علیا ، تور غر ته سیاه کوه او سپین غر ته سفید کوه .
    سره رود ولسوالۍ ته سرخ رود او زرغون ښار یې زرغون شهر لیکلی ، سپینې کلا ته قلعه سفید وایی ، خړ کاریز ته کاریز خر ، تور ورسک ته سیاه بیني .
    پاته د نه وي ځینې نور نومونه ډېر پخواني او آریایی ريښه لري چې اوس یې مونږ په اصلي معنا نه پوهیږو.

  2. ښه موضوع مو لیکلي.

    د شاهین ورور خبره دقیقه ده.. د پښتنو د کلیو نومونه اکثرا پښتو دي خو پخوانیو دولتي مامورینو پاړسي ته اړولي.
    په همدې جغتو کې د کلاندې په نامه کلی دی، ددې کلي اصلي نوم ستر کلی دی. اوس هم ددې کلي یوې برخې ته ستر کلی وايي خو څرنګه چې خبره ددولتي مامورینو وه نو په اسنادو کي کلانده دی.
    همدارنګه سنځله بل کلی دی چې په پخوانی رقعو کې به خلکو سنجتک بلله.
    نو ښايي د سوسنګ، سبسنک اصلي نوم سبا څنګ وي او هم سوچه شنه تیږه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب