جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+سنجیدت وايي، تورباز فلم د افغانانو د ژوند اصلي انځور دی

سنجیدت وايي، تورباز فلم د افغانانو د ژوند اصلي انځور دی

تاند (شنبه د قوس ۸) بالیووډ سینما د تورباز په نوم د افغانستان د جګړې په اړه یو بل نوی فلم نندارې ته وړاندې کوي.

یاد فلم چې په راتلونکو دوو اونیو کې به نندارې ته وړاندې شي مرکزي رول په کې د هند مشهور فلمي لوبغاړي سنجېدت لوبولی دی.

دغه نوی هندي فلم په افغانستان کې د روانې جګړې او په جګړه کې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستلو په هکله جوړ شوی دی.

هندۍ رسنۍ وايي، سنجیدت په دې فلم کې د یوه پخواني اردو ډاکتر په توګه راڅرګندېږي او هڅه په کې شوې تر څو د سیمنا له لارې د افغانانو په ژوند کې بدلون راشي.

سنجېدت چې د یو ډاکتر رول لوبوي، باوري دی چې ماشومان ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ لومړني قربانیان دي.

په دې فلم کې راهول دیف د یوې ترهګریزې ډلې مشر دی، له ماشومانو څخه د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو کې کار اخلي.

نرګس فخري بیا په دغه فلم کې د یوې افغانې لوستې مېرمنې په توګه راښکاره کېږي، غواړي له ماشومانو سره مرسته وکړي، له بدبختیو یې وژغوري او د یوې روښانه راتلونکي په لور ورته لارښوونه کوي.

سنجېدت وايي، تورباز فلم د افغانانو د ژوند اصلي انځور دی.

ټاکل شوي دا فلم د راتلونکې ډېسمبر میاشتې په لسمه نېټه د نېټ فلېکس له لارې نندراې ته وړاندې شي.

له پاني پت وروسته په تورباز فلم کې هم افغان اداکار ببرک اکبري له سنجیدت سره کار کړی دی.

پاني پت فلم چې مرکزي رول یې سنجیدت لوبولی و، د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو.

دغه فلم یو کال وړاندې له هندي سینما نندارې ته وړاندې شو، چې د افغانستان او احمدشاه بابا په اړه جوړ شوی وو، خو افغانانو یې جوړوونکي له تاریخه ناخبره وبلل، چې د یوه افغان مشر په هکله یې غلط انځور خپور کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب