شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره کتلي

ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره کتلي

تاند (شنبه د قوس ۸) ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ د یادې جرګې له اداري پلاوي سره په ارګ کې لیدلي دي.

د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې شوي او د همغږۍ زیاتوالي لپاره پر یو شمېر مکانېزمونو هم هوکړه شوې ده.

په یاده لیدنه کې ښاغلي غني ویلي، ولسي جرګه د هیواد د اساسي قانون د یو بشپړونکي بنسټ په توګه، جمهوري نظام ته ځانګړی اهمیت لري او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږي زیاته شي.

ولسمشر وروسته تر دې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره ناسته کړې چې جرګې تېره اونۍ د نوماند وزیرانو پر مخ خپله دروازه وتړله.

ولسي جرګې دغه کار د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړی او د هغه خبرې یې د ملت کور ته سپکاوی بللی دی.

ښاغلي صالح تېره دوشنبه په آنلاین بڼه جینیوا کنفرانس کې د ګډون پر مهال په افغانستان کې د اداري فساد په اړه د کنفرانس له ګډونوالو سره خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغان پارلمان غړي په اداري فساد کې ښکیل دي، له همدې امله وکیلانو له ولسمشر غني غوښتي چې امرالله صالح دې له دندې ګوښه کړي.

1 COMMENT

  1. ولسې جرګه په رښتیا هم د ملت کور دی ، خو که وکیلان یې د ملت او ولس استازي وي .
    په ډېره خواشینۍ سره پدې وروستیو کلونو کې د افغانستان دولسي جرګې او مشرانو جرګې اکثریت غړي له مافیا سره شریکان او په فساد ککړدي البته یو شمېر یې واقعا دملت استازي او پاک نفسه کسان دي چې ټول ملت هغوي پېژني او هغوي چې حساب یې پاک دی له محاسبې هم باک نه لري .
    خو ولس هم حق لري له ولسي جرګې او مشرانو جرګې په لاندې مواردو کې پوښتنه وکړي :
    دا به کوم منطق ومني چې د ولس استازی دې د پولیسو دنده په غاړه واخلي او یو ساتونکی ، سرباز یا عسکر چې شپه او ورځ له کوره مسافر ، له دښمن سره په جنګ او د ملت د امنیت ساتلو لپاره ولاړ دی ، په عام محضر کې راچپه کړي ، ویې وهي ، کالي یې ورته چیرې کړي او یا دومره بې آبه کړي چې نور څوک د وطن دفاع ته هم حاضر نه شي . اما قانونا وکیل چې قانون جوړونکی دی او له هرڅه خبر دی او باید لومړی یې پرځان تطبیق کړي .
    د پارلمان وکیل دې په کانادا کې ریفوجي یا مهاحر په صفت قبول شي خو معاش یې دلته د ولسي جرګې له خوا اجرا او د کورنۍ پاتې غړو ته ورکړل شي .
    وکیلان دې له هېواده دباندې په تجارت او یا چکر بوخت وي ، ټول امتیازات یې د هغو وکیلانو سره مساوي اجرا شي چې شپه او ورځ د ملت په خدمت کې وي .
    وکیل برحاله او د د دولت له ټولو امتیازاتو برخمن وي ، خو شپه او ورځ د دولت او عامه نظم پرضد تبلیغات وکړي ، خلک ګډوډي او بې نظمي ، چور او نفاق ته دعوت کړي .
    وکیل دې نا مسووله مسلح داړه ماران او نا قانونه وسلې ولري خو کله چې دولت ترې پوښتنه وکړي او وسله ترې واخلي بیا د دولت د چپه کوولو ګواښ وکړي لکه الله ګل نامجاهد صاحب
    د پارلمان برحاله وکیل دې د دولت له وسلو نه استفاده وکړي او له خپل باډیګارډانو سره د ولس له یوې لويې کتلې په مقابل کې جنګ ته لاړ شي او د مظلومو کوچیانو د وژلو لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي . د خپل جنایت عکسونه په فیسبوک او نورو رسنیو کې نشرهم کړي خو یو نر پیدا نه شو چې ترې وپوښتي ، ظالمه ولې دا جنایت کوي؟
    وکیلان خپل شپه او ورځ نارې وهي چې د دولت له خوا یو شمېر وکیلان د دولسم ټولګي د فراغت اسناد هم نه لري او یو شمېر یې په پخوانیو جنایتونو کې شریک هم وي خو د دالرو په مقابل کې یې ایمان سست شي او تر ټولو ډېرې رایې ورکړي .
    وکیلان او سناتوران اکثره د مځکو په غصب کې غوښنه برخه لري ، چې دا فساد او یو واضیح جرم دی . څوک چې خپله مجرم وي هغه به ملت ته څه ډول قانون جوړ کړي ؟
    دا سلسله ډېره اوږده ده خو د لستونکو د وخت نه ضایع کېدو لپاره همدلته بسنه کوم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب