Homeخبرونهچین په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو جنګي جنایت غندلی

چین په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو جنګي جنایت غندلی

تاند (شنبه د قوس ۸) چین په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو جنګي جنایت غندلی دی او ویلي یې دي چې د دغه کار له عاملینو سره باید قانوني چلند وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجان پرون جمعه په یوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو جنایتونه ټکان ورکوونکي بللي او وایي د دغه سرتېرو جرمونه د بشر له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې آسترالیایي پوځیانو په داسې حال کې په افغانستان کې جنګي جنایت کړی چې لویدیځ هېوادونو تل ځانونه د بشري حقونو ساتونکي بللي دي.

تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې آسترالیایي سرتیرو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۳۹ ملکیان وژلي دي.

د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د آسترالیا د پوځ قوماندان جنرال انګوس کمبل له دې امله چې ځواکونو یې دغه جنایت کړی د افغانستان له دولت څخه بښنه وغوښته او ډاډ یې ورکړ چې په دې هکله به قانوني اجرات وکړي.

تازه د استرالیا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د وژنو د قضیې د څارولو امر کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې یو شمېر استرالیايي پوځیانو ته خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې د ۳۹ ملکیانو او اسیرانو د وژلو په خاطر له پوځه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7-%db%b1%db%b3-%d9%be%d9%88%da%81%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%af%d8%ac%d9%86%da%ab%d9%8a-%d8%ac%d9%86%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d8%a7%d8%b7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...