جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپولیسو کابل کې هغه ډاکتر نیولی چې په یوه ناروغ یې څو...

پولیسو کابل کې هغه ډاکتر نیولی چې په یوه ناروغ یې څو ځلې جنسي تیری کړی

تاند (شنبه د قوس ۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیسو پرون هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه لس کلن ناروغ هلک یې څو ځلې جنسي تېری کړی دی.

ښاغلي صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دغه ډاکتر صفت الله نومېږي، چې د عزیز الله زوی دی او د کابل د شپاړسمې حوزې په مربوطاتو کې یې د ذوالفقار په نوم روغتون کې دنده لرله.

نوموړي له عامې روغتیا وزارت غوښتي، چې د دغه ډاکتر جواز لغوه کړي او له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته په ټولنه کې د ډاکتر په توګه دنده تر سره نه کړي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې، د دغه ډول کسانو اعترافات او عکسونه به ډېر ژر خپاره شي، تر څو په ټولنه کې د جرمونو د ښکته کېدو لامل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال ټینګار کوي چې د مجرمینو خپور شوی لېست ډېر موثق دی، او تر اوسه پورې یې له ۳۷۰۰ هغو یوازې ۹ سوه نیول شوي دي.

امرالله صالح یو ځل بیا له کابل ښاریونو غوښتي، چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې د مجرمینو په موندلو کې له امنیتي بنسټونو سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب