جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان او سعودي چارواکو لیدنه؛ حنیف اتمر ریاض ته سفر کوي

د افغان او سعودي چارواکو لیدنه؛ حنیف اتمر ریاض ته سفر کوي

تاند (شنبه د قوس ۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن ال سعود سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي، دواړو خواوو په دغه لیدنه کې د سولې پروسې، په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو، د جینیوا کنفرانس او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړي دي.

ښاغلي اتمر د افغان سولې برخه کې د سعودي د دیني عالمانو رول ستایلی او په دې برخه کې یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغان سولې په کلکه ملاتړ کوي او د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې یې د لا همکاری ډاډ څرګند کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ریاض به د افغان سولې برخه کې خپله هېڅ ډول مرسته درېغ نه کړي.

شهزاده فیصل له خپل افغان سیال غوښتي چې سعودي ته په سفر ورشي، تر څو هلته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سولې په اړه د نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته د تګ بلنه منلې او ویلي یې دي چې په یوه مناسب وخت کې به ریاض ته سفر وکړي.

محمد حنیف اتمر پرون جمعه د اسلامي همکاریو کنفرانس کې د ګډون په موخه نایجیریا هېواد ته تللی او هلته یې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سولې او بېلا بېلو مسایلو خبرې کړي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ۴۷مه ناسته پرون پیل شوې او نن به هم دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب