جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد واقعي پرمختګ اصول| جنرال دولت وزیري

د واقعي پرمختګ اصول| جنرال دولت وزیري

ژوند د انسانانو لپاره یوه ازموینه ده. ځینې انسانان په خپل زیار او کوښښ په دې له کړاوونو ډکه ازموینه کی بريالي او بيا ځينې د خپلی تنبلۍ او لټۍ له امله ناکام را ووځي.

ځینې انسانان د ژوند د هرې پيښې د حل او د ځان په ګټه له کلک هوډ څخه کار اخلي او بيا ځينې د ژوند له حقيقتونو او باریکیو څخه خپلې اوږې سپکوي، له پامه يې غورځوي او یا ځان ترې بې خبره اچوي. که ښه ورته ځیر شو په ژوند کې د وروسته پاتېوالي لوی لامل هم د ژوند له رمزونو بی خبري او یا له حقيقتونو څخه د اوږو سپکول دي.

څوک چې د خپلو ارادو او پلانونو په هکله د مثبت طرز تفکر تر څنګ په خپلو ارادو فکر او غور نه کوي، تل به له ناکامۍ سره مخ وي. دا ډول خلک بيا د خپلې ناکامۍ علت په قسمت او بخت پوری تړي او تل بخت او قسمت ته سپکې سپورې وايي.

د یوه مثبت سوچ او فکر خاوند شخص تل د خپلو تجربو او معلوماتو په رڼا کې پريکړې کوي، د هیچا په خبرو نه غولیږي او د خپلو ماتو پړه په قسمت او بخت پوری نه تړي، بلکې د حل لارې چارې ورته لټوي.

بریالي انسانان تل خپل ځان د کره کتنې لاندې نیسي او د ځان په هکله دا معلوموي چې دا د ژوند په کومه مرحله کې دی.

کله چې د خپلو ارادو، سوچونو، روغتيا، احساساتو، د عمومي پوهاوي د کچې، اړتیاوو، تصوراتو، جذباتو، تخیلاتو او اخلاقو په هکله پوهاوي تر لاسه کړي بیا کولای شي چې په کلک هوډ سره د پرمختګ اصول خپل او ځان بریالیتوب ته ورسوي.

بخت او قسمت په زیار او زحمت بدلیدلای شي، ځکه ټولو انسانانو ته خدای تعالی په یوه نه په یوه برخه کی وړتيا او استعداد ورکړي دی.

اړینه داده چې دغه وړتیا او استعداد په سمه توګه وکارول شي. د خپلې وړتيا او استعداد څخه په سمه توګه ګټه پورته کول بخت او قسمت ته بدلون ورکوي. خو کلک هوډ آو ارادې ته اړتیا لري. څوک چې کلک هوډ او اراده نه لري بيا نو د خپلی ناکامۍ پړه په قسمت او بخت پوری تړي، چې دا سمه لاره نه ده.

پایله

په بشپړ زيار او کلک هوډ له خپلې وړتيا او خپل استعداد څخه په ګټې اخیستنې سره ځان بریالیتوب ته ورسوئ او خپل بخت او قسمت ته مو د ژوند د پرمختګ پر اوصولو بدلون ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب