جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا سترې نظامي بېړۍ افغانستان او عراق کې وضعیت څاري

د امریکا سترې نظامي بېړۍ افغانستان او عراق کې وضعیت څاري

تاند (شنبه، د قوس ۸) په افغانستان او عراق کې د وضعیت د کنټرول لپاره د امریکا سترې نظامي بېړۍ فارس خلیج ته رسېدلې دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا یوه ستره بېړۍ چې، د الوتکو د لېږد وړتیا لري له یوه ډله وړې جنګي بېړۍ سره منځني ختیځ ته نږدې په اوبو کې ځای پر ځای کېږي.

امریکایي رسنۍ وايي د دغه سترو بېړیو د ځای پر ځای کولو ستره موخه دا ده څو له افغانستان او عراق څخه د سرتېرو تر ایستلو وروسته وضعیت کنټرول کړي.

دغه بېړۍ لسګونه جنګي الوتکې لېږدوي او د سیمې د څار وړتیا لري.

سرچینې وایي د دې احتمال هم شته چې د امریکا دغه پرېکړه د ایران له سخت غبرګون سره مخ شي.

تر دې څو ورځې وړاندې امریکا منځني ختيځ ته خپلې څو بي دوه پنځوس جنګي الوتکې هم لېږلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب