جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه؛ د ولسمشر په ګډون هېڅوک له سولې سره د مخالفت...

ولسي جرګه؛ د ولسمشر په ګډون هېڅوک له سولې سره د مخالفت حق نه لري

تاند (شنبه، د قوس ۸) د ولسي جرګې غړي وایي د ولسمشر په ګډون دې د حکومت لوړپوړي چارواکي د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

د یادې جرګې ګڼو غړو یو ځل بیا د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو چې ویلي یې وو، د ولسي جرګې غړي مفسد دي خپلو غبرګونونو ته ادامه ورکړې ده.

دوی وایي حکومت دې په لوی لاس د درې ګونو قواوو ترمنځ نفاق نه رامنځ ته کوي او ښه به وي چې ټول اړخونه پر سوله تمرکز وکړي.

د ولسي جرګې د غړو په خبره د افغانانو لپاره دمګړی لومړیتوب سوله ده او ټولو ته په کار ده چې له دې پروسې سره همکاري وکړي.

وکیلانو همدا راز ټینګار وکړ چې د ولسمشر په ګډون دې د حکومت ټول لوړپوړي چارواکي د سولې له پروسې سره مخالفت نه کوي.

وکیلانو دغه راز وویل چې حکومت باید د سولې په راتګ کې هڅې ډېرې کړي.

دوی وایي هغه کسان چې د سولې مخالف دي دوی په حقیقت کې د افغانانو د غوښتنې مخالف دي او باید د افغانانو ارادې ته درناوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب