جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي امنیت شورا وایي دوی له وکیلانو سره هېڅ پټه اړیکه نه...

ملي امنیت شورا وایي دوی له وکیلانو سره هېڅ پټه اړیکه نه لري

تاند (شنبه، د قوس ۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ګواکي دغه شورا یو شمېر وکیلانو ته پیسې او انعامونه ورکوي څو په پارلمان کې ددوی اجنډا عملي کړي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه او بېځایه ګنګوسې بولي.

په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکي امنیت شورا ځینو وکیلانو ته پیسې او انعامونه ورکوي او په ځينو چارو کې یې مالي ملاتړ کوي.

دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې د غبرګون تر څنګ د ولسي جرګې د غړو غوسه هم پارولې ده.

دوی وایي چې په حکومت کې یو شمېر کړۍ غواړي په لوی لاس پر ولسي جرګه د خلکو باور کم کړي او د حکومتي اداراتو ترمنځ فاصلې رامنځ ته کړي.

وکیلانو په نننۍ غونډه کې له امنیت شورا ددې مسئلې په اړه د واضح دریځ د خپلولو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب