جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+!وېسټنډيزی کرکټر کرېس ګيل نن سبا څه کوي

!وېسټنډيزی کرکټر کرېس ګيل نن سبا څه کوي

تاند ( شنبه، د قوس ۸) د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى کرېس ګيل چې د (يونيورس باس) په نوم هم مشهور دى له اى پي ايل سياليو وروسته خپل هېواد ته ستون شوى دى.

نوموړى چې د اى پي ايل سياليو کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېده، په ٧ لوبو کې يې ٢٨٨ منډې کړې وې، چې په يوه لوبه کې په ٩٩ منډو هم سوځېدلى و.

نوموړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې هم يوې لوبډلې له ځان سره اخيستى و، خو کريس ګيل په لنکا تجارتي ليګ کې ګډون ونه کړ.

نوموړی نن سبا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله دى او په انسټاګرام کې هره ورځ خپل تازه عکسونه له خپلو مينه والو سره شريکوي.

هغه په خپل هېواد کې دى او له خپلو رخصتيو څخه خوند اخلي.

تېره ورځ کريس ګيل يو په زړه پورې عکس په انسټاګرام کې خپور کړى دى، چې ورسره يې ليکلي (اوهو، نن خو جمعه ده.))

د هغه دا عکس په ٥ ساعته کې له ٦٧ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.

يونيورس باس په انسټاګرام کې يو بل عکس هم خپور کړى دى، چې له دې عکس سره يې ليکلي دي، چې عکس ته کېپشن وليکئ  خو په ياد وساتئ چې موږ دلته د ښه وخت لپاره يو، نه چې د زيات وخت لپاره.

يو بل عکس چې کريس ګيل په انسټاګرام کې خپور کړى دى، ليدل کېږي چې په يو لاس کې يې ګيلاس او په بل لاس کې يې چاقو دى. هغه له دې عکس سره ليکلي دي، چې که ته فکر کوې چې ته بد سړى يې، نو خو ماته ګوتې راوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب