یکشنبه, مې 19, 2024
Home+وسيم اکرم پاکستانۍ لوبډلې ته خو؛ شعيب اختر د نیوزیلنډ حکومت ته...

وسيم اکرم پاکستانۍ لوبډلې ته خو؛ شعيب اختر د نیوزیلنډ حکومت ته په غوصه دی

تاند ( شنبه، د قوس ۸) د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته له ګواښ وروسته د پاکستان پخوانى لوبډلمشر وسيم اکرم پر پاکستاني لوبغاړو په غوصه دی.

وسیم اکرم د پاکستان لوبډلې ته په خطاب کې ویلي : (( دا مسلکي لوبغاړي دي که ماشومان؟))

دوه ورځې وړاندې د نيوزيلېنډ حکومت پاکستانۍ لوبډلې ته ګواښ کړی وو چې لوبغاړي يې د کورونا احتياطي تدابير نه عملي کوي او که بيا ځلې يې تېروتنه وکړه نو دوى به سيالۍ لغوه او لوبډله به بېرته ولېږي.

پاکستانۍ لوبډله اوسمهال په نيوزيلېنډ کې ده او د ۶ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه يې مثبت راغلي دي.

وسيم اکرم په پاکستاني لوبغاړو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان دي، چې د هرې خبرې پوهولو لپاره به ورپسې کسان ګرځي.

نوموړی وایي: ((لوبغاړو ته بايد دا معلومه وي، چې په کوم هېواد کې کوم پروټوکولونه عملي شي. د احتياطي تدابيرو عملي کول د لوبغاړو د خپلې روغتيا لپاره هم ضروري دي.))

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر بيا د نيوزيلېنډ په حکومت او کرکټ بورډ نيوکې کړې.

شعېب اختر ویلي که چېرته نيوزيلېنډ سيالۍ لغوه کړي نو پاکستان ته پکار ده چې هر ډول اړيکې ورسره ختمې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي: ((دا د پاکستان ملي لوبډله ده او کومه د کوڅې لوبډله نه ده، چې داسې اخطارونه دې ورته ورکړل شي، موږ نيوزيلېنډ ته هېڅ اړتيا نه لرو)).

https://taand.net/%d9%86%d9%8a%d9%88%d8%b2%d9%8a%d9%84%db%90%d9%86%da%89-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%a6-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%84%d9%88%d8%a8%d8%ba%d8%a7%da%93%d9%88-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب