Homeخبرونهپه هرات او ارزګان ولایتونو کې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې...

په هرات او ارزګان ولایتونو کې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( شنبه، د قوس ۸) ملي دفاع وزارت وایي چې، د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې طالبانو  د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر حکومتي ځواکونو برید وکړ، چې وروسته د دواړو ډلو تر منځ نښته شوې او پر مهال یې اته طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې د نښتې پر مهال د طالبانو یو موټر، یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې هم د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دفاع وزارت دغه راز د يوه بل خبر له مخې وایي چې، افغان ځواکونو تېره شپه د هرات په کهسان ولسوالۍ کې ۱۵ طالبانو وژلي دي.

سرچینه وایي، په دې نښته کې ۵ طالبان ټپیان شوي هم دي.

بل لورته وسله والوطالبانو د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...