Home+امازون کمپنۍ؛ پر خپلو کارکوونکو ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام وېشي

امازون کمپنۍ؛ پر خپلو کارکوونکو ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام وېشي

تاند ( شنبه، د قوس ۸) د امازون کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام ورکوي.

دا کار له هغه وروسته کیږي چې، د شرکت په وینا د کورونا وبا پرمهال د دوی سوداګري وده کړې.

د يادې کمپۍ مسولان وایي چې، له دې انعام څخه به درې سوه میلیونه به هغو کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ټوله ورځ کار کوي.

پاتې برخه به یې پر هغو کارکوونکو ووېشل شي چې نیمه ورځ کار کوي.

ټولټال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ډسمبر له لومړۍ تر ۳۱ د کرېسمس پرمهال کارګرانو ته ورکړل شي.

د امازون مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس جېف بېزس د کورونا وبا پرمهال د خپلو کارکوونکو هڅې ستایلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...