د تعليمي نصاب کتابونه دا ځل بايد له چاپ وړاندې د ژبې او هم د هر مسلک د متخصصینو له نظره تېر شي. پخوانیو حکومتونو سره د دې چې د معارف وزارت لپاره یې ډېر کم امکانات په لاس کې درلودل خو بیا هم د هغوی په کتابونو کې دومره لیکنیزې او د چاپ په برخه کې ستونزې نه وې. له بده مرغه اوسني کتابونه که څه هم په کمپیوټر باندې ډیزاین شوي خو بیا هم ګڼې ستونزې لري.
که رښتیا ووایو نو د تعليمي نصاب سره هم تر ډېره پروژه اي برخورد شوی او تر اوسه هم د کیفیت له نظره دغه برخه خواره ده. دا سمه ده چې د پخوا په نسبت په ښه سپین کاغذ او په لومړي ځل رنګه کتابونه چاپ شوي خو مؤثریت یې تر هغو کتابونو کم دی چې زموږ په پخوانیو دولتي مطبعو کې په ارزانه کاغذ ساده چاپ شوي وو.
متاسفانه، په دا تېرو شلو کلونو کې تر اوسه هم د لومړني ښوونځي د کتابونو تېروتنې نه دي اصلاح شوي. که د لېسې او یا هم متوسطې کتابونه لیکنیزې ستونزې ولري نو ممکن د دغو دورو شاګردان وکولی شي هغه لیکنیزې تېروتنې په خپل قلم سره اصلاح کړي، خو د لومړني ښوونځي شاګردان به په خپلو کتابونو کې له شته تېروتنو سره څه ډول معامله وکړي؟ خپله فکر وکړئ! د دوی په زده کړو به څه ډول اغېز ولري؟ زه دلته یو څو مثالونه وړاندې کوم:
۱. هغه تېره ورځ مې د څلورم ټولګي کتاب را واخیست چې ټول درس دوه جملې و، ځکه هر ځای کامه استعمال شوې وه. جملې یې نه د شاګردانو په سویه لیکل شوې وې او نه هم روانې وې. دې کار ته ډېر چورت یووړم. حال دا چې دا څووم ځل دی چې د نوي نصاب په نامه کتابونه چاپېږي او يا به هم په دې نژدې وخت کې د بيا چاپ خبر یې واورو.
۲. د نهم ټولګي یو شاګرد په قضیه نه پوهېده او لیکلي یې و، چې دغه قضیه په کتاب کې لیکل شوې، خو هیڅ یې په مانا نه پوهېږم. ما چې ولوسته زه هم ور کې ټکنی شوم. کله مې چې د دري له کتاب سره مقایسه کړه نو له هغه ځای څخه ټکي په ټکي ترجمه شوې وه نو له همدې وجې یې په پښتو کې مفهوم نه افاده کاوه.
۳. د عمومي ریاضي کتاب چې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د رياضي اساسات په کې تشریح شوي او فکر کوم چې د ښوونکو د روزنې په ټولګیو کې معلمینو ته تدریسېږي. یوه استاد را ته لیکلي و چې د جمعې په طریقه نه پوهېږي چې په دې کتاب کې څنګه تشریح شوې. کله مې چې د هغه له خوا را استول شوې پاڼه ولوسته، رښتیا هم سخته وه. د څووم ځل لوستلو وروسته مې هم ورباندې سر خلاص شو. هلته پښتو لیکل شوې وه، خو داسې چې د ګوګل پښتو هم ترې ښه معلومېده.
ما ته پوښتنه پیدا شوه چې ولې تر اوسه د معلمینو اتحادیه او یا هم د مشهورو لېسو استادانو په کتابونو کې له تېروتنو پرده نه ده پورته کړې. بیا دې نتیجې ته ورسېدم چې زموږ په خلکو کې تر اوسه د انتقاد مانا یوازې منفي او تخریبي اړخ لري او که څه هم یو کس پوهېږي چې دا لیکنه یا کتاب تېروتنې لري، خو بیا هم خپل غږ نه پورته کوي، ځکه چې مدير صیب او یا هم د هغه څخه پاس کوم بل صیب به ورباندې خپه شي او ټوله پروژه به د دوی له ګوتو ووځي.
همدا د مضر احتیاط له امله کتابونه له تېروتنو ډک دي، خو خلک غږ نه کوي. د ژبې پوهان په ادبي او غزلیزو ماښامونو کې خپل بنډارونه کوي او هغوی هم د شته ستونزو د حل لپاره غږ نه اوچتوی. په اکثرو مواردو کې متن کټ مټ له نورو ژبو څخه لغت په لغت را اخیستل شوی او یا هم د داسې یو چا له خوا ټایپ شوی چې نه په ژبه بلد دی او نه هم د هغه مسلک سره، خو یوازې د کمپیوټر له کیبورډ سره د بلدتیا له امله توظیف شوی او ساتل شوی. له بل لوري، هغو کسانو هم ځانته زحمت نه دی ورکړی چا چې د دې نصاب د چمتو کولو دندې ته اوږه ورکړې وه ترڅو خپلې لیکنې تر چاپ مخکې یو ځل بیا وګوري چې سمې ټایپ شوي او کنه.
سره د دې ټولو ستونزو، تر اوسه د شته امکاناتو په درلودلو سره داسې یو میکانیزم نه دی معرفي شوی چې لا اقل د دغو کتابونو تېروتنې په ګوته کړي او د بل ځل چاپ څخه وړاندې یې اصلاح کړي. د ساينسي مضامینو په کتابونو کې هم تر ډېره شاعرانه ژبه کارېدلي او همدا لامل دی چې کتابونه شته خو شاګردان ور څخه په اسانه استفاده نه شي کولی.
په پای کې ویلی شم چې متاسفانه دا پورته ذکر شوي موارد د تعليمي نصاب په برخه کې د شته ستونزو یو اړخ دی. هيله ده چې دغه موضوع نوره هم له مسلکي اړخه وڅېړل شي ترڅو ورته حللاره پیدا شي. زموږ موخه باید سمون وي نه دا چې داسې وګڼل شي چې ګواکې اوسني او یا هم مخکیني چارواکي ملامت کړو. له بده مرغه همدا ستونزه په تعليمي نصاب کې شته او باید په ګډه ور ته حللارې پیدا کړو.
سلام
همدا غر او همدا کربوړی
زه تا سره د ژبې په برخه کې بیلکل موافق یم ژبه د تعلیمی نصاب په برخه کې بنستیزه اهمیت لری که یو زده کوونکی او ښونکی دژبې مشکل لری او تعلیمی نصاب هم ګونګ وی او له دې نه اوچته د تعلیمی سیستم اداری برخه هم دکارغانو یاکجیرانو په لاس کې وی طبیعی خبره ده چې د زده کړو کمیت او کیفیت کته خواته درومی او نتیجه یی معکوسه ده
ستا دلغت پرلغت دلیل ډیر مهم ټکی دی دلته دوه کمزوری برخې شته یوه دښونکی تعلیمی سویه او پوهه او بل دافغانستان په ډیرو سیمو کې دپښتو اودری ژبې ایمرژن دخلکو د نژدېوالی او اړیکو په خاطر نو ځکه یوشمیر پښتانه دنر او ښځې جندر ( ی ) او جمعې نشی مراعاتولی املا او انشا خو لا برېږده چی دری ژبی هم دا مشکل لری خو زمزمه والا بیا ډیر کلک دی سره له دې چې تعلیمی سویه یی ډیره ټیته ده
موږ باید لومړی د پښتو ژبې لپار دزده کړو په تولو برخو کې مجهز اوپیاوړی نصاب ولرو! یو دپښتنو لپاره اوبل دنورو ژبو لپاره موږ اوس یوه کتله یو او ډیر کار کولی شو موږ به دهندی فنکارو له عکسوڅخه په پشتو وېب پانو کې څه ز ده کړو؟
موږ دنړۍ په هیڅ برخه کې(سفارتونو) حتی د ملګرو ملتو دافغانستان په مسوله څانګه کې دژبې فرهنګی مرکز نه لرو ډېر و محدودو کسانو دننه به حکومت کې دغه لوي تاریخی او مهم مسولیت په لافو او باټوکې
انحصاری کړی یوکتابتون ته ماته وښیه ستا لیکنه جالبه ده او معیاری بڼه لری