جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه بامیان کې د ورستیو بریدونو په تور څلور کسان نیول شوي

په بامیان کې د ورستیو بریدونو په تور څلور کسان نیول شوي

تاند (شنبه د قوس ۸) د بامیان والي سید انور رحمتي وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د وروستیو بریدونو په تړاو څلور کسان نیولي دي.

ښاغلي رحمتي نن خبریالانو ته وویل، نیول شوي کسان د پنجشېر، سمنګان، کابل او بامیان ولایتونو اوسېدونکي دي او د لا زیاتو څېړنو په موخه کابل ته انتقال شوي دي.

د روانې قوس میاشتې په څلورمه نېټه د بامیان په ښار کې چاودنې وشوې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واوړله.

د بامیان د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دغو چاودنو کې د دوو سرتېرو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او ۵۸ نور یې ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...