شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت خپل ۲۰۰ کارکوونکي تقاعد کړل

مالیې وزارت خپل ۲۰۰ کارکوونکي تقاعد کړل

تاند (شنبه د قوس ۸) د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په کار بوخت دوه سوه کارکوونکي یې تقاعد کړي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په قانوني توګه په دغه وزارت کې د یادو کسانو د خدمت دوره پوره شوې ده، نو ځکه یې تقاعد کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، تقاعد شویو کارکوونکو له کلونو راهیسې په دې وزارت کې خدمت کاوه او نور یې عمرونه ددې تقاضا نه کوي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

یاد وزارت ویلي، دا پرېکړه یې د کار قانون د ۲۹مې مادې پر بنسټ کړې ده.

یاد دوه سوه کارکوونکي له لومړي تر درېیم بست پورې په دندو بوخت وو او د تقاعد کېدو موخه یې وړ ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول ښودل شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تشو بستونو ته به په تدریجي ډول د ازادې سیالۍ له لارې وړ کسان جذب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب