تاند (شنبه د قوس ۸) د کابل –کندهار لویې لارې موټر چلوونکي ادعا کوي، چې طالبانو په دې لاره ۸ تیل وړونکي موټر درولي او تیل یې پر ځمکه خوشي کړي دي.
دا چې دا پېښه څه وخت واقع شوې معلومه نه ده، خو د موټر چلوونکو له ډلې چې ښايي وېډېو هم همدې کس ثبت کړې وي، وايي یاد د تېلو ټانکرونه طالبانو درولي او تېل یې پر ځمکه خوشې کړي دي.
هغه ددې لپاره چې وروسته له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي هم خبرې کړي.
خو د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد هشت صبح وېبپاڼې ته ویلي، دوی په دې اړه معلومات لرل، چې دا تېل د افغانستان د دفاع وزارت پورې اړه لري او د دوی «دښمن» ته لېږدول کېده.
د نوموړي په خبره چې د خپل «دښمن» اکمالاتو ته اجازه نه ورکوي، ځکه چې ددغو تېلو څخه د «هېوادوالو د وژلو او د هغوی پر ضد» عملیاتو کې ګټه پورته کېږي.
مجاهد زیاته کړې دا تېل نه شخصي وو او نه هم د بهرنیانو پورې اړه لري؛ بلکې د افغانستان د دفاع وزرات قرارداد دی او افغان ځواکونو ته انتقالېدل.
د دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د طالبانو دغه عمل ته په غبرګون کې ویلي، طالبان عامه ملکیتونه لکه ښوونځي، سړکونه او پلونه ورانوي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، طالبان د افغان چارواکو په وژنه کې لاس لري او د هغوی د وژلو لپاره له بېلا بېلو لارو کار اخلي.
نوموړي د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره ویلي، آیا ممکنه ده چې ددغه ډول صفاتو لرونکې ډله دې سوله وکړي او یو پرمختللی ژوند دې ولري؟
د یادونې وړ ده چې پخوا طالبانو د کابل –کندهار لویې لارې په اوږدو کې بهرنیو ځواکونو ته د تېلو انتقالوونکو موټرو ته اور ورته کاوه، خو دا ځل یې د افغان پوځ د تېلو لېږدوونکو ټانکرونو ته اور ورته کړی دی.
د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون په اساس دواړو خواوو پر یو بل د بریدونو نه کولو هوکړه کړې ده.
د وخشیانو هر کار د وخشت دی د ژمی یخه هوا کی ولس د سون موادو ته ضرورت لری
دوی د تیلو په خوشی کولو به قدرت ته ورسیږی
دوخشیانو نه اوس هم خلک نفرت لری
کله چه چا ته الله په قهر شی د چا د وژلو نیت وکړی نو دوی ته الله په قهر شوی دی
مننه