جمعه, جون 14, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره پر کړنلارې موافقې...

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره پر کړنلارې موافقې ته رسېدا نه تاییدوي

تاند (شنبه د قوس ۸) په قطر کې د افغانستان مرکيچي پلاوي تاند ته په یوه پیغام کې وویل «دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې په استثنا یوازې د مذاکراتو د مجالسو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي. خو څنګه چی د دغه طرزالعمل د مقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري ځکه نو د نومبر میاشتې د ۱۷مې نیټې په مشترکې جلسه کې چی کوربه هم پکې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یوازې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت له مقابل لوري سره شریک کړی دی.»

طالبان وايي، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وايي، د طالبانو او دولت د تماس ډلې د رسمي خبرو لپاره د تګلارې پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

ښاغلي وردک څو شېبې مخکې پر خپل ټوېټر ولیکل چې دوی د نوومبر په ۱۵ نېټه پر تګلارې موافقې ته ورسېدل، خو دا یې نه ده روښانه کړه چې ولې یې هماغه وخت دا خبره نه وه رسنیزه کړې.

نوموړی زیاتوي، د یاد طرز العمل یوه نسخه د دواړو مذاکراتي پلاویو له تاييد وروسته کوربه هېواد ته هم ور کړل شوې ده.

طالبانو په داسې مهال د سولې په خبرو کې د کړنلارې پر سر موفقې ته د رسېدو خبر ورکړی چې د تېرې چهارشنې په ورځ افغان حکومت هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړن لاره هوکړې ته رسېدل نېږدې شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوحه کې د دولت او مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې د خبرو د کړنلارې ستونزه لا پرځای پرته ده.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، په مذاکراتو کې کوم ځانګړی پرمتختګ نه لیدل کېږي او د سولې په خبرو کې یې د طالبانو غوښتنې له اساسي قانون سره په تکر کې وبللې.

نوموړي وویل چې افغان حکومت او ولسمشر ته سوله لومړیتوب لري او طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او په ریښتیني ډول د سولې خبرو ته حاضر شي.

د تېر سېپټمبر مياشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرو ته د کړنلارې په چمتوالي د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې پیل شوي وې، چې د ډېر وخت لپاره په ټپه ولاړې وې او په ملي او نړیواله کچه یې غبرګونونه راپارولي وو.

د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم په افغانستان کې جګړو زور اخیستي او تاوتریخوالی د پخوا په پرتله زیات شوي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب