جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیالمر اخيستنه/ ډاکتر ظهیر

لمر اخيستنه/ ډاکتر ظهیر

ډېری خلک د فېشن او موډ لپاره غواړي چې د پوستکي رنګ یې خرمايي-تور وي تر څو ښکلي مالوم شي. خو د غړو د ښکلا تکړښتګر (سپورټمين) بیا خپلو غړو ته د شکل ورکولو په موخه لمرین حمام کوي.

ملایان په دې اړه کوم ځانګړی نظر نه لري خو وايي په هر هغه چار کې چې لاندې پنځه مصلحتونه خوندي شي، نو کول یې ضرور او لازم دي:

لومړی مصلحت: د دین ساتنه

دويم مصلحت: د ژوند ساتنه

درېیم مصلحت: د نسل ساتنه

څلورم مصلحت: د عقل ساتنه

پنځم مصلحت: د مال ساتنه

د لمر اخیستنې ګټې:

لمر غړي سستوي او بدن د ارامتیا حالت ته ځي.

لمر اخیستنه د خوښۍ او سلامتۍ احساس په بدن کې لوړوي.

 د لمر وړانګې د ډي د ویټامین په جوړښت او په وینې ته په ورګډېدا کې مهم رول لوبوي. یاد ویټامین د پوستکي او هډوکو لپاره ډېر اړین دی. د کلسیم په جذب او د وینې بهېدنې (خونرېزي) په مخنيوي کې مرسته کوي.

د وینې جریان چټکوي او د پوستکي د ځینو ناروغیو په درملنه کې مهم دی.

د لمر وړانګې ضدعفوني (میکروب وژنې) اغېز لري.

د تکړښتکرو غړو ته ځانګړی شکل ورکوي.

په نارینه او ښځینه دواړو جنسونو کې جنسي ځواک پیاوړی کوي.

د لمر اخیستنې زیانونه:

پوستکی شډل او ډبل کوي.

پوستکی زیانمن او شُل کوي.

پوستکی ډېر ژر زړوي.

سترګې زیانمنوي.

د پوستکي د چنګاښ لامل کېږي.

پوستکی سوځوي.

څه ډول باید د لمر وړانګې واخلو؟

په طبيعي او مصنوي ډول د لمر له وړانګو څخه ګټه اخیستلای شو. په افغانستان کې موږ په طبيعي ډول لمر اخلو خو د نړۍ په ډېری هېوادنو کې خلک له لمرینو څراغونو/ وسایلو څخه ګټه اخلي چې هر ځل د ۵-۱۵ دقیقو پورې ور څخه ګټه اخیستل کېږي. په طبيعي ډول تر لمر اخیستنې یې د سوځولو خطر په ځلونو کم دی.

1تر غرمې وروسته د لمر اخیستنه د پوستکي د چنګاښ خطر ۵ ځله لوړوي. پوهان د سهار له خوا د لمرین حمام تر سره کول ګټور بولي، ځکه په دې وخت کې بدن يو ډول پروټینونه تولیدوي چې د لمر په وړانګو زیانمن شوی پوست ترمیم او د وجود ژونکې خوندي کړي. یاده دې وي چې سهار مهال دا پروټینونه په ډېره اندازه توليدېږي چې د ورځې پر ۷ بجو یې د تولید ګراف تر بل هر وخت لوړ وي، خو د هر ساعت په تېرېدو سره یې کچه کمېږي.

د لمر اخیستنې پر مهال د لمر ضد عینکې پر سترګو کړئ، تر لمرین حمام شل دقیقې وړاندې مخ، ګوتې او تلې د لمر په کریمو او بدن پر پارافینو غوړ کړئ. که غواړئ چې وېښته-وړونکي (موی بر ) توکې او یا هم د بدن کومه برخه وخریاست؛ دا کار باید دوه ورځې د لمرین حمام تر کولو وړاندې وکړئ.

کوښښ دي وشي چې په پسرلي او مني لمر واخیستل شي. د لمر اخیستنې هر ځل دي د ۱۵-۳۰ دقیقو وي او تر ټولو ښه وخت یې سهار دی چې وړانګې په ۴۵ درجې وي.

یاده دې وي چې د ځینو خلکو پوستکي او یا هم سترګې د لمر له وړانګو سره حساسیت لري. دا کسان دې له لمر اخیستنې څخه ډډه وکړي.

ډاکټر ظهير

8 COMMENTS

  1. د پوستکي چنګاښ = د پوستکي سرطان

    زموږ په ژبه کې چنګاښ معمول ندی، هیله ده لوستونکي ېې په مانا پوه شي

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ډاکټر صيب ظهير ته سلامونه! ځينې ټکي مې غوښتل ياد کړم، يو دا چې د لمر د وړانګو اغېز د وړانګې په زاويې پورې هغومره اړوند نه وي، بلکې د لمر د (اولترويالېټ) ) يا بنفشي وړانګو په زياتوالي پورې اړه لري، چې د اولترورېډ يا سرووړانګو تر څنګ يې د ورځې له ۱۲ بجو تر ۱۷ بجو پورې کچه زياته وي، ځکه لمر په ځمکه منځنې برخې کي پر خوځښت وي او په دوبي کې لمر د ځمکې ايکواتور (قطر) ته نېژدې وي، نو ځکه په افغانستان کې لمر له غبرګولي نر زمري پورې ډېر تېز وي، خو بيا د لمر سترګه د ځمکې قطبي برخې ته موقعيټ نيسي، چې عامل يې د لمر د وړانګو د کمېدو او کاوړي کېدو وي، چې موسمونه هم په دې ډول د لمر او ځمکې د محوري او موضعي موقعيت او خوځښت سره تړاو لري.
    د بوستکي رنګ د لمر د وړانګو له ډېروالي سره تړاو لري، ځکه دشمالي قطب ته نېژدي خلک په تجريدي تکامل سره سپېنېږي او اېکواتور سره له نېژدې کېدلو بوستکی هم تورېږي او پېرړ کېږي، چې د وېښتو ساختمان او چېشن توب هم د چاپیر له طبيعي چاپېر سره تړاو لري، نو د لمر د حمامونو خبره هم بايد په سمه توګه د خلکو تر غوږونو ورسېږي.
    پوهنيزو څېړنو ښودلې ده، چې د ورځې ۱۵ تر ۲۰ دقيقو پورې که يو انسان له لوڅو لاسونو او لينګيو سره وګرځي نو بدن ته دومره وړانګې ورننوځي، چې د بدن اړين ويټامين ډي فعال کړي، خو په دې شرط چې يو انسان پوره د کلسيم او فاسفورس توکي اخيستي وي، چې زياتره په ماهي، شودو، پنير يا خيدک، مستو او نورو لبنياتو کې شته دي، نو پرته له اړين کلسيمه او فاسفورسه بدن نه شي کولی، چې يوازې پر ويټامين ډي پياوړی شي.
    درنو لوستونکو، د لمر وړانګې رېښتيا هم حياتي رول د بشر او مخلوقاتو په ژوند کې لري او بلخصوص هغه مېرمنې يا نجونه چې په کورونو کې ناستې دي، ډنګرې دي يا د وچېدا په موسم کې دي، نو د دوی په بدن کې د ښيځنه هارومونونو انډول سم نه وي او زياتره د هډوکو په پوچېدو اخته کېږي، چې د هډونو او مفصلونو له دردونو سره مله پېښه ده، بايد هڅه وکړي، چې هم پوره لبنيات وخوري او هم پوره ورځنی لمر د سالم جسم لپاره واخلي! د ښايست ببولاله صرف د هغه چا لپاره ده، چې له سړو سيمو په وُړي کې د يوې يآ دوو مياشتو لپآره لمريزو سيمو ته ځې، چې د خپلو هډونو تر څنګ خپل پوستکی هم ورسره رنګ او کلک کړي، چې له بده مرغه په اروپايي او نورو لوېدېزو ملکونو کې د پوستکي سرطان ورځ تربلې مخ پر زياتېدو دی، ځکه د دوی پوستکی نه په تدريجي بڼه بلکې په ناڅاپي بڼه د لوړو لمرينو وړانګو سره مخامخ کېږي، چې پايله يې د سرطان د ډېروالي پېښې دي.
    معه سلاموکم الاهلول مباحثين
    ملا ميوند آخوند

  3. مننه ګرانه ښه لیکنه وه خو باید ووایم چې په افغانستان کې دومره غومونه او لانجي دی چې څوک سپینیدو ته نه پریږدی نو ځما په نظر په لمر ځان وهلو ته ضرورت نشته دی!

  4. ښاغلی ملا میوند آخوند ته ډیر سلامونه اواحترامات وړاندی کوم

    یره ملا صیب ته خو دکمالونو ډک یی ځکه هم ملا یی اوهم ډاکتر، دښاغلي ډاکټر صيب ظهير دلیکنی څخه ستا تبصره قوی ده، کاشکی دانوم د ی هم طبیب ملا میوند آخوند وای، ځکه دخدای فضل دی صورتونه هم لیکلی شی اوپه ویټامینونوهم پوهیږی، ستاسی پوهه او لیکنه کټ مټ دډاکتر صیب لمر په شان ده. ځکه ډاکتر صیب لمر هم ستا پشان جمیع الکمالات دی.
    خدای تعالا دی زمونږ ټول ورونه ستا پشان هوښیار اوویښ لری.

    ښاغلی ملا ډاکتره په اخر کی می یوه بله خبره په یاد شوه، نن می دفدایی صیب په لیکنه کی ستا تبصری ولوستلی چه دډاکتر اشرف غنی په خلاف وی ګوره داسی مکوه مآ شاالله ته خوښه پوهه سړی یی ولی مشران خفه کوی.

    دښاغلي ډاکټر صيب ظهير څخه هم یوه نړی مننه ښه لیکنه یی کړیده.

    د ښاغلی نور الرحمن شیراني ورور څخه هم دزړه له کومی مننه کووم ځکه دپښتو په ځینو لغاتونو، جملو جوړولو په تصحیح اوعامیانه معنی کی ډیرکوشش کوی.

    والسلام

    عبداله کابلی

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي کابلي ته ځانګړی احترام او بايد ورته ياده کړم، چې موږ ملايان خو ډاکټر ماکټر په خپلو حجرو کې هم لا نه پرېږدو او تاسو بيا دا ډاکټر لمر راپسې تړلی دی، ځکه د لمر له رڼا سترګې سوځي او له وړانګو يې پوستکي! نو وروره موږه په کراره پرېږده، ځکه موږ خو الکيميا په ابتدايه کې لوستې، الحقايق مو مدرسه کې لوستې، نجوم مو بيآ په لېسه کې زده کړي او دا طبابت مو له هندوانو سره يوناني طب کړی دی، چې وايی: اي شیه که اوخوري بسیار ګته کوي!
    الله مو مل شه
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  6. لمړی په ډیر درناوی سره سلامونه اواحترام

    ښاغلی ملا میوند آخونده خدای دی راته ژوندی لره دتاند په تبصرو کی راباندی ډیر ښه لګیږی، اوپه تیره بیا دکوم چا سره چه په تبصرو کی په څو واری ونښلی نو بیا ډیره مزه راکوی. خدای دی دافغانستان پاچا ملا کړه اودملا محمد عمر مجاهد نه دیی ستا مرتبه څوواری لوړه کړی.

    دتاند دمحترمی اداری څخه هم یوه دنیا مننه چه په ډیر خوند سره دپښتو اوپښتنو خدمت کوی. اومونږ ته دډول ډول لیکوالانو لیکونه، مقالی تبصری اونوری خپرونی نشروی، دتاند دویب پاڼی فرق دنورو ویب پاڼو سره دادی چه تاند یوخاص صفت، قاعده اودپښتنو واقعی کړه وړه ولاندی کوی په تیره بیا ډیر بیشماره تبصره کوونکی لری.

    والسلام

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    يره کابليه! لکه چې د مشر ملا په لاس دې ورکړم، نو خدای دې خير کړي!
    معه سلاموکم الاهلول مباشرين و الخيروالمؤمنين
    ملا ميوند آخوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب