پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+نیوزيلينډ، وېسټ انډيزلوبډله په لومړۍ شل اوره لوبه کې ماته کړه

نیوزيلينډ، وېسټ انډيزلوبډله په لومړۍ شل اوره لوبه کې ماته کړه

تاند ( شنبه، د قوس ۸) د ویسټ انډيز او نیوزیلنيډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو سیاليو لومړۍ لوبه نیوزيلنډ کرکټ ملي لوبډلې د DLS میتود له مخې وګټله.

د دغې لوبې په لومړۍ پاڼې کې ویسټ انډيز لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوڅېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼې کې  پولارډ تر نور لوبغاړو ښه وځلېده او ۷۵ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې نیوزيلنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان د لوبې په شپاړلسم اور کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې وې چې، په لوبه کې باران وشو.

دغه لوبه ذ   DLS مېتود د له مخې نیوزيلينډ ته ورکړل شوه.

له دې سره په روان سېريز کې نیوزيلينډ لوبډلې لومړۍ بريا تر لاسه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ دوهمه لوبه سبا یک شنبه د نومبر په ۲۹مه نيټه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...