Home+څلور نور افغان لوبغاړي هم د آستراليا کورني ليګ کې د ګډون...

څلور نور افغان لوبغاړي هم د آستراليا کورني ليګ کې د ګډون لپاره آستراليا ته ورسېدل

تاند( شنبه، د قوس ۸) له راشد خان وروسته څلور نور افغان لوبغاړي هم آستراليا ته په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره ياد هېواد ته لاړل.

محمد نبي عیسی خېل، نور احمد لکڼوال، ظاهر خان پکتین، او مجیب الرحمن هم هغه لوبغاړي دي چې، اسټرالیا هېواد ته تللي دي.

د آستراليا په کورني ليګ بېګ باش کې نور احمد لکڼوال به د لومړي ځل لپاره په ملبورن لوبډله کې لوبېږي.

په ملبورن کې افغان لوبغاړی محمد نبي  هم لوبېږي.

دا ليګ د راتلونکي ډسمبر میاشتې په لسمه نيټه اسټراليا هېواد کې پيلېږي.

له دې وړاندې افغان لوبغاړی راشدخان آرمان هم تللی وو چې هلته د کورونا له امله اوسمهال قرنطين شوی دی.

نوموړی به ۱۴ ورځې په آستراليا کې قرنطين وي.

په نړۍ کې د آي پي آېل ترڅنګ بېګ باش هغه سترې سوداګريزې سیالۍ دي چې، ډېر مینه وال لري او په کې د نړۍ پياوړي لوبغاړي لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...