Homeخبرونهسورصليب: افغانستان د ملکي وګړو لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونی هېواد...

سورصليب: افغانستان د ملکي وګړو لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونی هېواد دی

تاند ( شنبه، د قوس ۸) د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي د دوی معلومات ښيي چې، د دغه هېواد نیمایي نفوس او ملکي وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې، د جګړو او نښتو تر مستقیم اغېز لاندې دي.

سرچينې ویلي چې شاوخوا ۱۷ میلیونه ملکي وګړي دمګړی په افغانستان په یوه ډول نه یو ډول د جګړو له امله په اغېزمنو سیمو کې اوسي.

سور صلیب داسې مهال افغانستان د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی ځای بولي چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې روانې جګړې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ بللي دي.

څو ورځې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو هم ویلي وو چې افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې عام افغانان، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي خو؛ د سولې له خبرو سره هم مهاله هم جګړې نه دي کمې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...