Homeخبرونهکابل ښارکې دوو چاودنو د افغان سرتېرو په ګډون ۵ تنه ټپیان...

کابل ښارکې دوو چاودنو د افغان سرتېرو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړي

تاند ( شنبه، د قوس ۸) په کابل ښار کې دوو چسپکي ماینونو چاودنه کړې ده.

د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې  د افغان سرتېرو پر رنجر موټرشوې ده.

سرچینه کاږي دغه چاودنه  امید سبز ښارګوټې کې شوې چې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي.

دغه راز د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې هم د مقناطیسي ماین د چاودنې راپور ورکړل شوی چې، تر اوسه یې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

عیني شاهدان وایي چې په دې پېښه کې هم دوه تنه ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې ډېرې شوې چې له امله یې د کابل ښاریان اندېښمن دي.

د دې پېښو مسوولیت هم تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....