جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اسټراليا په لومړۍ ۵۰ لوبه کې هند ته ستره ماتې ورکړه

اسټراليا په لومړۍ ۵۰ لوبه کې هند ته ستره ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د قوس ۸) د اسټراليا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په کوربتوب د درېيو یو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه تېر مازديګر اسټراليا د ۶۶ منډو په توپير وګټله.

اسټراليا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زيان هند لوبډلې ته د ۳۷۴ منډو ستر هدف ورکړ.

د اسټرالیا لپاره ارون فینچ ۱۱۴ سټیوسمیت ۱۰۵ او ډېوېډ وارنر ۶۹ منډې جوړې کړې.

هندۍ لوبډلې که څه هم ښه توپوهنه وکړه خو هدف يې پوره نه کړ او لوبه یې بايلوده.

هندۍ لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځيدو په پوره پنځوس اورونو کې یوازي ۳۰۸ منډې جوړې کړې او د ۶۶ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د هند لپاره په دوهم اننګز کې شکر دوان ۷۴ او هرډيک پنډیا ۹۰ منډې تر لاسه کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه یوورځنۍ لوبه سبا یک شنبه د نومبر په ۲۹مه او وروستۍ  پنځوس اوره سيالۍ به يې د ډسمبر په لومړۍ نيټه ترسره شي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%8a%d8%a7-%d8%af-%da%a9%d8%b1%da%a9%d9%bc-%d9%be%d9%8a%d8%a7%d9%88%da%93%d9%8a-%d9%84%d9%88%d8%a8%d8%ba%d8%a7%da%93%d9%8a-%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%86%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب