Home+کرکټ: انګلستان په لومړۍ ۲۰ اوره لوبه کې افريقا ته ماتې ورکړه

کرکټ: انګلستان په لومړۍ ۲۰ اوره لوبه کې افريقا ته ماتې ورکړه

تاند( شنبه، د قوس ۸) د انګلستان او سويلې افريقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د درې شل اوريزو سیاليو لومړۍ لوبه کوربه انګلستان لوبډلې وګټله.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه افريقا لوبډلې وکړه او د ۶  لوبغاړو په سوځېدو يې په ۲۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د افريقا لپاره کوينټن ډيکاک ۳۰ او ډوپلیسېس ۵۸ تر ټولو زياتې منډې وکړې.

د انګلستان له لوري آرچر، ټام کرن، کريس جورډن یو یو او سام کرن درې لوبغاړي وسوځول.

کوبه انګلستانۍ لوبډلې د  د جونی برېسټو د ۸۶ ناسوځېدلو منډو په مټ ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۰ ام اور کې د پنځو لوبغاړو په زيان تر لاسه کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د سيريز دوهمه لوبه سبا یکشنبه د نومبر په ۲۹مه نيټه تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...