شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد استرالیا ۱۳ پوځیان دجنګي جنایت په خاطر له پوځه د وتلو...

د استرالیا ۱۳ پوځیان دجنګي جنایت په خاطر له پوځه د وتلو له خطر سره مخامخ دي

تاند(شنبه، د قوس ۸) د استرالیا دفاعي ځواکونو د دفاع وزارت د دفاعي مطالعاتو د څانګې د اخلاقو او پوځي مسلک پروفیسر ډاوید ویتام ته دنده وسپارله چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د وژنو قضیې وڅاري.

دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې یو شمېر استرالیايي پوځیانو ته خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې د ۳۹ ملکیانو او اسیرانو د وژلو په خاطر له پوځه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

د استرالیا د پوځ عمومي قوماندان جنرال ریک بور د جمعې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې خبریالانو ته وویل چې دوی ځان په دې پېښه کې حساب ورکوونکی ګڼي.

«حاضردمه ۱۳ تنو ته د افغانستان د قضیې د تحقیق د اقدام په خاطر رسماً خبر ورکړل شوی دی. تراوسه د استرالیا د دفاعي ځواکو کوم سرتېری اخراج شوی نه دی.»

د استرالیا د دفاع وزارت راپور ښيي چې د دغه هیواد پوځیانو د افغانستان د ماموریت په مهال ۳۹ تنه افغانان په لوی لاس وژلي دي.

په دې خبرونراپور کې، چې له څه باندې ۴۰۰ تنو شاهدانو سره له خبرو او او د زرګونو سندونو له څېړلو وروسته چمتو شوی، د دوو بې رحمانه پېښو یادونه هم شوې ده.

د استرالیا د پوځ عمومي قوماندان نن وویل، هیواد یې په افغانستان کې ډېر ګټو کارونه کړي او د دغه هیواد د پوځیانو قربانۍ به هم هېرې نه شي.

خو ده په عین حال کې وویل چې د ۱۹ استرالیايي پوځیانو له لوري د یو شمېر افغانانو د وژلو په اړه پلټنه به په شفاف ډول وشي.

د استرالیا لوی درستیز انګوس کمپبل ویلي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یو شمېر افغانان په لوی لاس وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د استرالیا دفاع وزیرې لیندا رینولدس ویلي و چې د دې موضوع په اړه به شفافې او عادلانه څېړنې وشي.

د افغانستان د ماموریت په لړ کې ۲۶ استرالیايي پوځیان په جګړو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د قضیې په تړاو د پوځ د اخلاقو په اړه د پروفیسر ویتام لیکنه په وروستیو کې خپره شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب