شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې خالي کړي

امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې خالي کړي

تاند(جمعه، د قوس۷) افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو د موافقې له لاسلیکه وروسته امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې بندې کړي دي.

امریکايي ورځپاڼو واشنګټن پوسټ او سټار انډ سټرایبس نن (جمعه) راپور ورکړ، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې لس اډې تخلیه کړي خو د ځواکونو د ایستلو بهیر یې مبهم او غیریقیني ښکاري.

ورځپاڼې وايي، امریکا په افغانستان کې خپلې اډې له طالبانو سره د کړې موافقې پر اساس د ټولو پوځیانو د ایستلو د پلان له مخې تشې کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه افغان او یوه امریکايي چارواکي په قول د اډو د بندولو خبر تایید کړ.

دغو چارواکو نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.

دوی وايي، د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس باید تراوسه پورې امریکايي پوځیانو ۵ اډې تخلیه کړې وای ځکه چې په موافقه کې ویل شوي چې د هغې له لاسلیکه وروسته باید امریکايي پوځیان له ۱۳۵ اډو څخه وتلي وای.

امریکا په دې موده کې زرګونه پوځیان هم ایستلي دي. د موافقې په مهال په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو شمېر شاوخوا ۱۲ زره وو، تر جولای میاشتې ۸ زره ۶۰۰ ته راکم کړل شو خو اوس ویل کېږي چې شاوخوا ۵ زره پاتې دي.

امریکايي ورځپاڼې د هغو اډو نومونه هم خپاره کړي چې امریکا ورڅخه پوځیان ایستلي دي.

د سټارانډ سترایبس د راپور له مخې، امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب