Home+په افغانستان کې امریکایې بالونونه د څه لپاره دي؟| آغاملوک سهار

په افغانستان کې امریکایې بالونونه د څه لپاره دي؟| آغاملوک سهار

د دې بالونونو اصلي نوم جلنز (JLENS= Joint Attack Cruise Missile Defense Elevated Netted Sensor System) یا جاسوسې بالونونه دي.
دا بالونونه له هیلیم غاز نه ډک دي، ځکه هیلیم سپک غاز او خنثي غاز دی چې د چاودیدو امکان یې نسته. د بهر له سطحې ۳۰۵۰ متره لوړ دي، ۷۴ متر اوږدوالی لري، وزن یې ۳۲۰۰ کیلوګرام دی، د هر بالون بیه د ۱۷۰ میلیون ډالرو په شاخوا کې ده.
دا بالونونه په وروستۍ ټکنالوژې سمبال دی، چې څلرويشت ساعته کولای سي، ۵۵۰ کیلومتره شاخوا ساحه وڅارې.
د دې بالونونو اصلې هدف د کروز توغندیو څار او پیژندل، د بې پیلوټو الوتکو څار او پېژندل، او د نظامې کښتیو څار، د دې تر څنګ په مجهزو کمرو سمبال دی چې سلګونه کیلومتره شاوخوا ساحه څارې، به کابل، بلخ، غزني او نورو ولایتونو کې نصب دي.
دا ګرانه ټکنالوجۍ یوازې د امریکا متحده آیالاتو د اردو په لاس کې ده.
ددي بالونونو په اړه د خلګو باورونه او نظرونه مختلف دي، ځینو ویل چې د الوتکو رادار دی، په داسې حال کې چې په نړۍ کې لوی او مجهز هوایې ډګرونه سته مګر دا بالونونه هلته نسته.
ځینو بیا ویل چې دا ټول شیان څارې، د وسلوالو او انتحارې حملو مخنیوي کوي، مګر همداسې نده ځکه څلور کاله مخکې په کابل کې د امریکا په سفارت او CIA په دفتر حمله وسوه، او په لسګونه ځله ددي بالونونو د کنټرول لاندې ساحه کې په امریکایې عسکرو حملي وسوي، خو دي بالونونو هیڅ ګټه ونه کړه.
دا چې د کومو کروز توغندو، بې پیلوټو الوتکو او کښتیو د څار او ګنټرول لپاره دا نصب سوي، یوه بیله موضوع ده دلته يې نه سپړو. خو دې بالونونو د خلګو شخصي حریم نقض کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...