شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ارزښتونه عام او تلپاتې دي | محب الله رسولي

ارزښتونه عام او تلپاتې دي | محب الله رسولي

ارزښتونه هغه عام منل شوي معیارونه دي چې د ټولنې د اکثریت غړو ترمنځ شریک او منل شوي وي، ارزښتونه زموږ په ژوند کې ذاتي دي، چې زموږ د شخصیت وړتیاوې او د باورونو رښتیولي پیاوړې کوي. په ټولنه کې ځینې واقعیتونه دي چې د وخت او کلنۍ په بدلېدو سره نه بدلېږي، ځینې ارزښتونه په عام او تلپاتې ډول حک شوي دي او موږ ته دا راښيي چې څه وکړو او څه ونه کړو. د نسبي ارزښتونو په اړه اوسمهال انگېرنه داده چې هرڅه سم دي. هغه څه چې زما له انده سم دي ښایي ستا په اند سم نه وي. که چېرې  ارزښتونه له یو شخص څخه بل شخص ته او یا له یوه وضعیت څخه بل وضعيت ته بدلون مومي په حقیقت کې دغه ارزښتونه نه دي. په ساینس کې مونږ تیوریو او قوانین ته گورو، په سوداگریزه نړۍ کې بیا مونږ لارښودو اصولو ته گورو. نو ولې بیا مونږ عامو او گډو ارزښتونو ته ونه گورو؟
په هر مسلک او برخه کې مونږ د کیفیت واضح معیارونه لرو، خو څرنگه پرې بریالي کېدای شو؟ همدارنگه که چېرې مونږ گډ او عام ارزښتونه ونه لرو څرنگه هغه ترلاسه کولای شو؟ پوښتنه داده چې مونږ څرنگه کولای شو دغه عام معیارونه او نښې وټاکو؟ په لاندې کیسه کې دغه موضوع روښانه شوې ده.
يوه سپين سرې ښځه چې د سودا دوه کڅوړې هم ورسره وې، د سړک پرغاړه بس گاډي ته په تمه وه. له دغې مېرمنې څخه څو گامه وروسته یو پیاوړی ځوان ولاړ و. کله چې بس گاډی راغی ښځه ور پورته شوه، هلک هم د ښځې تر شا و. د موټر ټولې چوکۍ ډکې وې یوازې د گاډي په آخر سر کې يوه څوکۍ تشه وه، ياده سپین سرې هغې خوا ور روانه شوه، خو ځوان هلک ټوپ کړ مېرمن يې په اوږه ووهله، د ښځې كڅوړې یو خوا وغورځېدې او خپله هم په خلکو کې ولوېده. په بس کې ډېر خلک وو، د دوی په منځ کې يوه پوهه او روڼ اندې پېغله وه، هغه د ځوان هلک اخلاقو او چلند ته حیرانه وه. یو بل حقوقپوه و، هغه د یادې پېښې په لیدو سره په دې فکر کې ډوب و چې باید ددې ډول چلند پر وړاندې يو قانون شته وي. په دې مانا چې دغه سړي د قضیې قانوني اړخ په پام کې نیوه. په بس کې د جراحی ډاکټر هم حاضر و، هغه په دې فکر کې و چې ښایي د یادې ښځې د پښتۍ درې هډوکي مات شوي وي، یعنې هغه د خپل مسلک له اړخه پېښې ته کتل. یو ارواپوه هم په بس کې و. هغه د خپل مسلک او نظر له مخې پېښه ارزوله او په دې فکر کې و چې ښايي ياد ځوان رواني ستونزه لرله او په دې برخه کې به مرستې ته اړتیا لري. دا په دې مانا چې څلور واړو کسانو د یوې پېښې په اړه څلور ډوله ارزونې او نظرونه لرل. يوه يې له اخلاقي نظره پېښې ته کتل، بلې يې د طبابت له اړخه، بل له حقوقي اړخه او بالاخره بل له رواني اړخه پېښې ته کتل. خو هېڅ يوه هم دغه پوښتنه راپورته نه کړه چې آیا د هلک دغه کار سم و که ناسم؟ ولې مونږ له ځان څخه دغه پوښتنه نه کوو؟ کله چې مونږ دغه پوښتنه رابرسېره کړو په حقیقت کې مونږ قضاوت کوو. ولې مونږ له قضاوت څخه ځان باسو؟ که چېرې زمونږ د ارزښتونو کړۍ او سیستم روښانه وي قضاوت کوونکي پاتې کېدل څه ستونزه لري؟
ددې لپاره چې مونږ د ارزښتونو لپاره عامې قاعدې رامنځته کړو باید په لاندې پوښتنو باندې غور وکړو:
۱- آیا یاد ھلک باید له هغې سپين سرې ښځې سره هغسې چلند کړی وای؟
۲- آیا یو بل څوک دې هم له نورو سره همداسې چلند وکړي؟
که دواړو پوښتنو ته ستاسو ځواب نه وي تاسې د ارزښتونو لپاره عامې قاعدې پیدا کړي دي. همدغه اصول زمونږ د ژوند په ټولو برخو کې صدق کوي.
ددې لپاره چې مونږ خپل ژوند ارزښتمن کړو باید د سمو او ناسمو کړنو ترمنځ توپیر وکړو. دا هغه پوهه نه ده چې زمونږ له پیدایښت سره دې يوځای زمونږ په وجود کې شته وي. دا هغه څه دي چې مونږ یې د وخت په تېرېدو او مخ ته تللو سره زده کوو. د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې په څېر بنسټونه په دې برخه کې له مونږ سره مرسته کوي. یاد بنسټونه مرسته کوي څو یو ماشوم ښه او غوره مشر- شي، یو ښه خاوند او یا یوه ښه مېرمن شي او یو ښه او غوره پلار یا مور شي. پیاوړي او اوچت ارزښتونه پیاوړې کورنۍ رامنځته کوي چې همدغه کورنۍ بیا د ټولنې شتمني گڼل کېږي.
هغه څوک چې پر ارزښتونو معامله کوي نه یوازې دا چې د ځان په وړاندې د نورو درناوی له لاسه ورکوي، بلکې تر هغه مهمه دا چې خپله د ځان په وړاندې خپل درناوی له لاسه ورکوي. هېڅ کومه بله جسمي يا دماغي ځانگړتيا نه شي کولای چې د رښتينولۍ نه شتون جبران کړي. تر ټولو غوره ارزښت چې یو انسان په بل کې پرې حساب کوي هغه رښتینولي ده. د یوې چارې د ترسره کولو لپاره له ځانه پوښتنه وکړئ چې که ټوله نړۍ تاسو ته گوري بیا به هم خپل کار ته دوام ورکړئ؟ دغې پوښتنې ته ځواب ارزښتونو په وړاندې ستاسو ژمنتیا په گوته کوي.
که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچيز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وي زده کړې بې ګټې دي. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت په وړاندې معامله وکړئ نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ بلکې ځان مو بې باوره کړ. د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفي کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې. لکه مهتما ګاندي چې وایي:
 لاندې اووه وژونکي ګناهونه دي؛ له کار پرته شتمني، له وجدان پرته خوښي، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګري، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست. یوازې یوه ښه لار د ارزښتونو د ساتلو لپاره دا ده، چې له ځان سره ووایئ که مور او پلار زه پدې کار لیدلی وی ایا په ما به ویاړېدلی وی؛ که به یې له خجالته سر ټیټ کړی و؟ لدې لارې موږ کولای شو خپل ارزښتونه په ډېره اسانۍ مخشص کړو. د نړۍ مشهور پوه هلن کېرلر وایي: د نړۍ تر ټولو ښکلي او بار ارزښته توکي، په سترګو د لیدو او لمس کولو وړ نه دي. هغوی یوازې په زړه حس کېدلی شي. له لاسه وتلی ارزښت بیا په هېڅ ډول نه شي ترلاسه کېدای.
انیشټین وایي: هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه چې د ارزښتونو بېلګه شې.
 د لاندې شپږو جملو عملي کول مو په ژوند او ټولنه کې ارزښتمن او ویاړلی معرفي کوي.
لومړی:  د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په رښتینې بڼه غوره کوي!
دوهم: کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړي به درته ارزښت درکړي.
دریم:  د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ ترڅو نورو ته غوره شئ!
څلورم: کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ.
پینځم: خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او د خپلو موخو پر وړاندې خپل ځانونه پیاوړي وشمېرئ، نو هرمرو به بریالي کېږئ!
شپږم: ځانته مو ارزښت ورکړئ، موخې مو څرګندې کړئ او ټوله وړتیا مو په کار واچوئ، نو ضرور به یې پایله مثبته او غوره ترلاسه کړئ!
مأخذونه: 
ویاړلی ژوند، شیو کهرا. ژباړه: عبدالله عابد.
بېلابېل انټرنیټي سایټونه
راټولونه: محب الله (رسولي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب